یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه" کتاب مخکتنه وشوه"

په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه” کتاب مخکتنه وشوه”

کابل- د علومو اکاډمي: د «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر چې مرحومې څېړنوالې ګل غوټۍ خاورې لیکلی، د مخکتنې غونډه يې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د جدي په ۲۹مه نېټه د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د قلم ټولنې له خوا د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د علومو اکاډمی علمي غړو، د فرهنګ او ادب مینه والو او د غوټۍ خاورې د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې ملي سرود وغږول شو.

د علومو اکاډمۍ علمي غړې څېړندویې نازو کمال د خدای بخښلې خاورې ژوندلیک ولوست چې په کې راغلی وو: ګل غوټۍ خاورې د شاه ولي خاورې لور په 1340 لمریز کال د کب په میاشت کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کلي کې زېږېدلې ده، هغې د اکاډمیکو چارو ترڅنګ، په باختر آژانس، ملي راډیو تلویزیون او د هېواد په بېلابېلو دولتي ورځپاڼو کې ژورنالستیک کارونه هم پر مخ وړي دي.

آغلې غوټۍ خاورې د افغانستان په علومو اکاډمي کې د څېړنوالۍ علمي رتبې له دفاع وروسته، د ۱۳۹۸ ل. کال د وري (حمل) میاشتې په ۱۵مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په هند کې وفات او د کابل ښار د عاشقان او عارفان په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

ورپسې څېړنوال فریدالله نوري د کتاب د معرفي کولو په ترڅ د کتاب په درېوو برخو رڼا واچوله او ويې وویل، په دې کتاب کې د لنډې کیسې ګڼ شمېر اړخونه څپړل شوي دي چې له همدې امله يې د ژبو او ادبیاتو محصلینو او د ادب مینه والو لپاره اړین اثر ګڼلای شو.

د نوموړي په وینا، آغلې خاورې یوه هڅانده څېره وه، سره له ډېرو بوختیاوو بیا يې هم خپل علمي- څېړنیز کار ته دوام ورکړ. سره له دې چې هغه له ناروغۍ کړېدله، خو بیا یې هم خپل علمي کارونه په ټپه ونه درول.

ورپسې د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبياتو د انستیتوت علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي وویل: کاش خاورې یواځې لیکواله پاتې شوې وای، چې اوس به موږ د هغې ډير زیات آثار درلودل. خاورې په پښتني افغاني ټولنه کې واحده ښځه وه چې قوي قلم یې درلود او د لنډې کیسې په اړه يې نوي نظريات درلودل.

نوموړی د کتاب پر ځينو نيمګړتياوو هم وغږېد.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس څېړنوال محمد اصف احمدزي د خاورې په هکله وویل: آغلې غوټۍ خاورې د ژوند په وروستي پړاو کې خپلې خورې ورې مقالې او لیکنې راټولې کړې چې د «غوټۍ» په نوم يې چاپ کړې. د فرهنګي او علمي مسایلو په ډګر کې د خاورې تشه به تر ډېره خالي پاتې وي.

ورپسې استاد ګل رحمن رحمانی، څېړنوال محمد نبي صلاحي، څېړنیار یاسر پاچا، څېړنوال شهزاده توحیدمل، څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو رئیس عبدالوحید خاورې د مرحومې ګل غوټۍ خاورې خاطرات له ګډونوالو سره شريک کړل او هم يې د هغې پر علمي او ټولنیز شخصیت رڼا واچوله.

په پای کې «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، نورو مېلمنو او د خاورې د کورنۍ له خوا پرانيستل شو او مخکتنه يې وشوه.

1 COMMENT

  1. له د ليکني سړي څه پوه يا ګټه يا پوره معلومات جګ کړي، نه مو داغلي سمه معريفي او نه مو دا کتاب پوره کړي ده.
    ګډونوال مو ډير ياده ولي او بس.
    اصلي موضوع پاته شوي ګټه دد ليکني څه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب