یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهکابل او کندوز کې ماین چاودنو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل او کندوز کې ماین چاودنو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( سه شنبه، د دلوې ۷) نن سهار د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند غزني هډې سیمه کې پر یوه سراچه ډوله موټر ماین چاودنه شوې، چې له کبله یې موټر چلوونکي ژوند بایللی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پیښې پر تائید سربیره وايي، چې پيښه د پولیسو تر څیړنو لاندې ده.

په ورته وخت کې د کندوز د ولایتي شورا د مرستیال په موټر هم ماین چاودنه رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوی دی.

د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي تاند سره خبرو کې وايي، چې چاودنه په کندوز ښار کې د حاجي میري په نوم د یو حمام مخې ته په یو بایسیکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له مله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چاودنه کې د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري او د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

ایوبي دغه راز زیاتوي، چې د ولایتي شورا مرستیال اوس تر عملیات لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب