پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کندوز والي: د نوې رهبرۍ په راتګ سره د امنيتي ځواکونو...

د کندوز والي: د نوې رهبرۍ په راتګ سره د امنيتي ځواکونو ليکې له نشه یانو پاکې شوي

تاند (دوشنبه د دلوې ۶) د کندوز والي وايي چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شراب څښلو او بې بندوبارۍ ستونزه د نوې رهبرۍ په راتګ سره هواره شوې ده.

عبدالستار میرزکوال په یوه ناسته کې د وینا پر مهال ویلي چې په دغه ولایت کې امنیتي مسؤلین له دې امله په خپلو دندو کې پاتې راغلي چې اکثریت هغه یې په شراب څښلو او نورو مرداریو  بوخت دي.

ښاغلي ميرزکوال څو مياشتې وړاندې د دغه ولايت د پوهنې رياست په يوې غونډه کې ويلي و: «زما اطلاعات دا دي، ماښام چې شي، د دغه ولايت پوليس، اردو او ملي امنيت ټول د شرابو په څښلو او نورو مرداريو بوخت وي.»

که څه هم دغه څرګندونې څو مياشتې وړاندې شوې وې، خو وېډیو یې تازه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کې کېږي چې د والي دغه څرګندونې د یاد ولایت د ولایتي شورا او امنیه قومندانۍ له توند غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د ولایتي شوار او امنیه قومندانۍ له غبرګونونو وروسته نن دوشنبه د کندز والي د یادې موضوع په اړه يوې غونډې ته وويل چې څلور مياشتې وړاندې په امنيتي ځواکونو کې دغه ستونزه موجوده وه، خو د نوې رهبرۍ په راتګ سره یاده مسئله حل شوې ده.

د عبدالستار میرزکوال په خبره، په تېر کې يو شمېر کسان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې و چې خلاف کارونه يې کول، خو په وینا یې دغه ډول کسان د امنيتي ځواکونو له ليکو ايستل شوي او دغه ستونزه اوس هواره شوې ده.

د نوموړي په وینا چې په کندز کې د امنيتي ميثاق په پلي کولو سره يو شمېر کسان له ستونزو سره مخامخ شوي او اوس غواړي په بېلابېلو نومونو ده ته دسيسې جوړې کړي، خو زیاتوي چې په خپل ټول قوت سره به امنیتي میثاق تطبیق کړي.

د عبدالستار میرزکوال په خبره چې اوسمهال په کندز کې له بل هر وخت امنیتي وضعیت ښه شوی، خو له دې وړاندې ددغه ولایت خلکو شکایتونه کړي چې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او وسله وال طالبان د کندز ښار څنډو ته رسېدلي دي.

د کندز والي په داسې مهال دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه والي خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي چې ډېر کله د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب