ښایي د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د کتیخیلو کلي اوسیدونکي اوس هم په دې نه پوهیږي چې پنځوس شپیته کاله وړاندې یې څومره لویه هستي نړۍ ته وړاندې کړې وه او اوس هم لا په دې نه وي خبر چې څومره لوی انسان یې له لاسه ورکړی دی.زموږ یوه لویه ستونزه هم همدا ده او زموږ یوه لویه بدمرغي هم همدا ده، چې خپل شخصیتونه نه پیژنو. موږ تل دا وایو چې موږ د ژوندو قدر نه کوو، خپل شخصیتونه په ژوندوني نه پیژنو چې مړه شي افسوس پسې کوو او بیا یې قدر کوو خو زه وایم کاشکې موږ خپل شخصیتونه له مړینې وروسته پیژندلي وای، زموږ څومره ستر شخصیتونه په پردیو وطنونو کې خاورې شول او لابه وي داسې ستر شخصیتونه چې موږ یې اوس هم لا نه پیژنو.
استاد اسد آسمایي هم له دې ډلې شخصیتونو څخه و، چې په پردي وطن کې خاورې شو، د مرګ تر ورځې مو ونه پیژاند او ډیر یې لا تر دې وروسته هم نه شي پیژندلای، په ژوند یې لکه څنګه چې لازمه وه چا قدر ونه کړ او مرګ خویې زموږ لپاره یو نه هیریدونکی ناورین دی، خلقي حکومت دوه ځله بندې کړ او جهادي حکومت دوه ځله بې کوره کړ، یوه حکومت د ولتر غوندې باستیل ته واچاوو او بل حکومت له وطنه تبعید ته اړ کړ.
ولتر د خپل وخت واکمنان مسخره کول او په ښکاره یې پخپلو لیکنو کې غندل خو افغاني ولتر اسد اسمایي د خپل وطن دواکمنانو له کړو وړو ځوریده خو هیڅ یې نه شوای ورته ویلای ، دفرانسې واکمنانو او شوالیه ګانو ولتر ته د جزا په وخت کې هم دې ته پام و، چې د ولتر پر سر ګوزار ونه شي او له مفکرو مغزو یې ګټه واخیستل شي.
وایي چې د پاچا نږدې ملګري شوالیه روهان چې د ولتر له کنایو په تنګ شو او دده له لاسه له مجلسه ووت بیا یې چې ولتر پخپلو کسانو واهه، نو خپلو کسانوته ویل : ښه یې ووهﺉ خو پام مو وي چې په سر یې وار ونه کړﺉ، ځکه اوس هم کیدای شي چې له هغه څخه کوم ښه شی ترلاسه شي.
خو کابو درې پیړۍ وروسته هم زموږ واکمنانو د خپل وطن په ګټه د استاد له فکر څخه د ګټې اخیستنې فکر ونه کړ اوس دا اندازه لګولای شئ چې موږ څومره بدمرغه یو.
ولتر ته پاچا پخپله ماڼۍ کې ځای ورکړ هغه یې ونازاوو. فریډریک، د ولتر روښانه افکار د ځان لپاره وهلې کلا بلله خو زموږ پاچا د ژوند تر پایه پورې استاد اسد ته د کابل په تهیه مسکن کې د هغه خپل کور چې ټوپکمارو ترې په زور نیولی ورنه کړ، چې راشي پخپل کور کې ژوند وکړي او له روښانه افکارو څخه یې ټول وطن ګټه واخلي پوهیږﺉ چې موږ څومره بدمرغه یو.
استاد اسد آسمایي لږ چاپ شوي اثار لري (دوزخیان) او (د ټرای ښځې) ژباړه یې خپاره شوي او نورې په سلګونو مقالې یې خپرې شوې او همدومره یې لیکلې خو خپرې کړې یې نه دي.
استاد دخپلو اثارو له خپریدا سره چندان علاقه نلرله ،لیکل به یې هم ډیر نه کول، د تنظیمونو او طالبانو دواکمني په وخت کې به زه، استاد اسمایي، عبدالغفورلیوال او وفاسمندر په اوونۍ کې دوه دری ځله د یو بل په کورونو کیناستو ادبي بحثونه به مو کول استاد به په هره ناسته کې یو کتاب له پوهې او حکمته ډکې خبرې وکړې موږ به ورته ویل استاده د اولې نه لیکې؟ هغه به وخندل چاته یې ولیکم؟ چې ډیر ټینګار به مو وکړ ویل به یې دا خبرې تاسې ولیکئ.
ترلیدو دمخه مې داستاد اسد په اړه ډیر څه اوریدلي ول .اسد آسمایي چې په سیمه کې په فیلیسوف مشهور و،څه وخت دیوه چپي ګوند غړی او له مهمو کسانو څخه یې و، خو په ډیر لږ وخت کې هغه ډګر ورته تنګ او کوچنی ښکاره شوی او پرهغوی د نیوکو له امله بندي شوی دمسکو له نړیوال پوهنتون څخه عمومي اول نمره فارغ شوی د ده استادانو او په هغه پوهنتون کې د نورو هیوادونو محصلینو وړاندیز ورته کړی و، چې افغانستان ته دې نه ځي ځکه هلته د ده نظریات څوک نه شي زغملای کیدای شي له خطرونو سره مخ شي.
ویل کیدل چې مارکسیستي فلسفه یې ردکړه او په دې فلسفه کې یې زیات بدلونونه راوستل خو چا ورسره ونه منل، د ده دزیاتې مطالعې او زیاتې پوهې په اړه مې ډیرڅه اوریدلي ول.
لومړی ځل مې چې هغه ولید دپروان مینې دبس په یوه تمځای کې بس ته انتظار ولاړ واو د (تیاترکودک)په نامه د یوه پنډ کتاب په مطالعه بوخت و.
ما تر دې دمخه نه ولیدلی خو پوه شوم چې دا یوازینی سړی چې خپله یوه دقیقه وخت هم نه ضایع کوي حتمآ استاد اسد دی، د مطالعې مزاحم یې نه شوم له هغه کابو پنځه شپږ کاله وروسته مې بیا پخپل کور کې ولید اشتباه مې نه وه کړې هماغه سړی و، چې په بس تمځای کې د یوه پنډ کتاب په مطالعه بوخت و.
استاد اسد آسمایي به ډیره مطالعه کوله په یوه وخت کې به یې موسیقي هم اوریدله او لیکنه به یې هم کوله له چا سره به یې خبرې هم کولې او لیکنه یا مطالعه به یې هم کوله.
استاد یو فوق العاده انسان و، دی یووخت ۱۷ ورځې او شپې پرله پسې ویده شوی نه و.
داسې ښکاریده چې لیکلو یې حوصله تنګوله، ډیر څه یې په ذهن کې تیار و، خو لیکلو ته یې زړه نه ښه کاوو، په ۱۳۷۷ کال کې مې د خپلو شعرونو یوه ټولګه دسریزې لیکلو لپاره ورته سپارلې وه څو ورځې وروسته یې کورته ورغلم ترې ومې پوښتل چې سریزه یې لیکلې که نه؟
استاد وویل دا خو مې بیخې هیره وه ماته یې قلم او کاغذ را کړل راته ویې ویل دایې وخت دی چې ویې لیکو، استاد ژرژر راته ویل او ما پسې لیکل. بل ځل په پیښور کې دسپیدې مجلې دفتر ته ولاړو هلته هغوی ورته وویل چې دې ګڼې ته باید یوه مقاله راکړې، استاد ویل او مالیکل هغې مجلې ته یې په ډیر لږ وخت کې د ویرجنیا ولف په باره کې مقاله ولیکله، ډیر ځله به یې خپلې مقالې یا ما یا نورو ملګرو ورته لیکلې.
استاد پیسو ته ارزښت نه ورکاوو دده خپله وینا ده چې ویل به یې هیڅکله مې پیسې نه دې شمیرلې چې جیب مې تش شي بیا نورې پیدا کوم په شمیرلو یې وخت نه ضایعه کوم.
استاد نړۍ ته په طنز کتل په حقیقت کې یې په ژوند پورې خندل، ډیرو به هغه ملامتاوو چې خپلې روغتیا ته پام نه کوي خو استاد اسمایي ژوند ته په هغه سترګه نه کتل کوم چې نور ورته ګوري، هغه ژوند ته دومره ارزښت نه ورکاوو هغه به تل دا پوښتنه کوله آیا دا ژوند په کولو ارزي؟
که به چا له چا څخه ورته شکایت وکړ ده به یوازې وخندل ویل به یې : موجودات دي نو.
د ډیرو کسانو کړنې او په دنیا پورې زړه تړل ورته عجیب ښکاریدل او هغه به یې مسخره کول.
هغه وخت په کابل کې ډیرې بدې ورځې وې، مختلیفو تنظیمونو په ښکلي کابل اورونه بل کړي ول د استاد اسد آسمایي یوه ملګري ورته دتاجکستان په پوهنتون کې د استادي دنده پیدا کړې وه استاد حاضر نه و، چې تاجکستان ته ولاړشي ټولو ورته ویل په دې وخت کې له دغه طلایي چانسه ګټه واخله او ولاړ شه خو استاد اسمایي به ویل: یه یه زه ستان ته نه ځم، له خپل وطنه پرته چې په نوم کې یې ستان وي زه هغه هیواد ته نه ځم، له دې موجوداتو سره زما ګوزاره نه کیږي.
استاد اسد آسمایي به عجیبې معنادارې ټوکې کولې د ده ټوکې او طنزونه یوازې د ده و، اوس چې هغه ټوکې او طنزونه رایادوم افسوس کوم چې ولې مې هغه وخت ونه لیکل. یوه مهمه پانګه مو له لاسه تللې ده.
استاد به چای ډیر سوراوو، زما نه یادیږي چې په کوم مجلس کې دې په چای جوش کې چای پاتې وي او دی دې ترې پاڅیدلی وي.
استاد اسد آسمایي عادت نه درلود چې دچا صفت وکړي ،یوه ورځ زه او استاد دلیکوالوپه ټولنه کې د شاعرانو یوه بانډار ته ولاړ و، هغوی زه نه پیژندم استاد ډیر عادي ور وپیژندم هغوې ترې وپوښتل چې څنګه شاعر دی؟ استاد په ټوکه ورته وویل چې اقتصادي شاعر دی. چې دباندې راووتلو په ګیله مې ورته وویل استاده لږ خو به دې ښه ورته معرفي کولم، استاد ویل: که دې نن نابغه معرفي کړم سبا به څه یې؟
استاد اسد آسمایي دفلسفې استاد و، په فلسفه کې دنظرخاوند و، خو د دې ترڅنګ دادبیاتو په برخه کې هم ښه استاد و، هغه وخت زموږ ځوانو شاعرانو یوازینۍ مرجع استاد اسد و، ده د نړیوالو ادبیاتو پراخه مطالعه درلوده، موږ ته یې تل په زړه پورې مشورې راکولې او چې څه به مو لیکلي ول، ده به د اصلاح په برخه کې لارښوونې راته کولې.
د استاد دلیکنې طرز هم ځانګړی و، استاد به نږدې د هرې لیکنې او مقالې په ټنډه د نړۍ د یوه فلیسوف او لیکوال خبره لیکله او بیا به یې مقاله پیلوله.
لنډې جملې به یې لیکلې چې مفهوم به یې ښه او ژر رسولای شوای، د خپلو خبرو د اثبات لپاره به یې د یوه عالم خبره رانقلوله:
((د اوسنۍ روانشناسي پربنسټ شعر او خوب لیدل یوبل ته ورته رواني حالات دي ځکه په دواړو کې هغه عاطفي تمایلات او زړه ته رانږدې احساسات چې د عقل دکنترول او سانسور په وجه د تحت الشعور ساحې ته استول کیږي. د شاعرۍ او خوب لیدلو په وخت کې د عقل ځنځیرونه ماتوي او په خیالي یا هنري دنیا کې ازادۍ ته رسیږي زموږ د پیړۍ دمفکر هایدګر په نزد منطق د تفکراو په نتیجه کې د تخییل دښمن دی، نو ځکه ډیر وخت دشعر سمبولونه، استعارې او تصویرونه د خوب لیدلو له سمبولونو او استعارو سره نږدیوالی لری او کله حتی یو ډول وي))
استاد اسد آسمایي به په یوه مقاله کې خپلې خبرې په څو برخو ویشلې دخپلو خبرو برخې به یې معمولآ په رومي اعدادو سره بیلولې ، استاد آسمایي به هیڅکله خپلې مقالې په اوږدو سریزو نه پیلولې او آن زیاتره وخت به یې خبرو هیڅ مقدمه نه لرله ،مخامخ به یې اصلي مطلب منځ ته را اچاوو لنډې خبرې به یې پرې کولې او موضوع به یې په څو پراګرافونو کې روښانه کړه ،پریوه کتاب خپله سریزه داسې پیلوي :
(( دویرجنیاولف په اثارو کې موږ دشعر او نثر تلاقي وینو دمارسل پروست (دورک شوي وخت په لټه کې) او دجمیز جویس (ولسیس) یوځل بیا وښودله چې دلرغوني یونان دهنر په لور بیرته راګرځیدنه دوام لري.شلمه پیړۍ کې یوځل بیا شعر دفلسفې ژبه شو او موزون کلام دتیاتري حرکاتو په وسیله تداعي کیږي ته به وایې یوځل بیا هنر ځان تکراروي .لکه دګویته د(فاوست)په اثرکې چې (هلن)بیا په صحنه کې ځان څرګندوي))
د شعر او نثر همدغه تلاقي موږ پخپله داستاد آسمایي په لیکنو کې لیدلی شو ، داستاد په ځینو لیکنو کې کلیمات داسې ځای پرځای شوي چې ته به وایې لیکوال دیوه ښه شاعر غوندې دهرې کلیمې په ځای پرځای کولو ډیر فکر کړی دی استاد اسد آسمایي په لنډلیکنه او ژر لیکنه مشهور و هر وخت چې مقاله ترې غوښتل شوې هغه شیبه یې لیکلې ده .
استاد اسد آسمایي یو هیومانیست لیکوال او دډیرو عالي صفاتو لرونکی شخصیت و،ده به ویل که څوک له تاسې سره دښمني او بد چلند کوي تاسې ارزښت مه ورکوﺉ او تاسې دوستي ورسره وکړﺉ که د استاد په وس پوره وای د ولتر غوندې به یې د غریبانو لپاره کورونه جوړ کړي و،د ولتر غوندې به یې دکارګرو لپاره فابریکې جوړې کړې وای او دفابریکو ګارګرانو ته به یې پخپله د مینې ژوند ور زده کاوو.
پر ښاغلئ محترم علم ګُل سحر ” زمان ” ډېر ګران دی او ځینی وختونه په چاغه سترګه ور ته ګوری.
د پورته لیکنی په ۲۲ مه کرښه کی ئې د ۳ لسیزو پر ځای ۳ پېړۍ لیکلی دی.
یا
ممکن د یادی کرښی د لوستلو څخه ما ناسم اټکل کړی وی.
غلام حضرت صاب د کرښو په شمېر دي ستړی کړم، دوه واري پکې خطا سوم، له سره به مې شمېر پیل کړ. بیا به هم د سحر صاب پیړۍ په سترګو را نه غلې.
کرښه ۲۲ مه نه وه، اتلسمه وه. خو اسانه به موندل شوې وای که مو لیکلي وای:
پنځمه فقره اوله کرښه هغلته یې کښلۍ دي:
خو کابو درې پیړۍ وروسته هم زموږ واکمنانو د خپل وطن په ګټه د …….
ډیره مننه محترم غلام حضرت او محترم محمد چې متوجه مو کړم په بل ځل چاپ کې به پیړۍ اصلاح کړم ، مننه په عزت اوسئ