تاند (دوشنبه د دلوې ۶) د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د کورونا ۵ سوه زره ډوزه واکسین مرسته وکړي.
ددې وزارت چارواکو نن دوشنبه د کورونا د هغه واکسین د پلي کېدو څرنګوالي په اړه چې د هند له لوري جوړ شوی، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف سره په ګډه غونډه جوړه کړې وه.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال بشیر نورمل په دې غونډه کې د کورونا واکسین له پلي کوونکو ادارو وغوښتل چې د هند له لوري د جوړ شوي واکسین لپاره تدابیر ونیسي.
ښاغلي نورمل وویل، هغه کسان چې له ګواښ سره مخامخ دي، لومړی به هغو ته یاد واکسین ورکړل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې یاد واکسین ۲۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي خو دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه واکسین به کله افغانستان ته راورسېږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې افغانستان ته به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کورونا واکسین راوسېږي.
د یادو وزارت د معلوماتو له مخې، د واکسین نړیوالې اتحادیې، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې چې د واکسین په برخه کې به له افغانستان سره مرسته کوي.
باید وویل شي چې اوس هم په افغانستان کې هره ورځ لسګونه کسان په کورونا اخته کېږي. د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد ویروس له کبله څلور کسان مړه شوي او ۷۸ نور پرې اخته شوي دي.