Homeخبرونهوسله والو کسانو ۸ پاکستاني پوځیان وژلي

وسله والو کسانو ۸ پاکستاني پوځیان وژلي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۶) د راپورونو له مخې ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې د کویټې د چمن په اڅکزیو توبه سیمه کې نن ماښام وسله والو کسان د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی، چې ۸ پاکستاني پوځیان یې وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

پاکستاني پوځ هم تایید کړې، چې نن ماښام یې په چمن کې ۸ پوځیان وژل شوی دي، خو تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسؤولیت نه دی منلی.

د پاکستان په بلوجستان ایالت کې ډير کله، بلوڅ بیلتون پال، پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۶ پوځیان وژلي وو.

په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په کوېټه سیمه کې ډير کله پر ځايي خلکو خو تر ډيره پر پښتنو باندې د ظلمونو راپورونه ورکول کیږي، چې له تیرو دری کالونو راهیسې هلته د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم د پښتنو د حقوقو د خوندیتوب او د پوځ د ظلمونو په خلاف زرګونه پښتانه راپورته او د یاد هېواد پر ضد یې لاریونونه او غونډې پیل کړې، چې لا هم دوام لري.

د مالوماتو له مخې په یادو سیمو کې پاکستاني پوځ، په بیلابیلو نومونو ترهګرې ډلې ځای پر ځای کړي، چې پوځ بیا د عملیاتو په بهانه په سیمه کې عملیات کوي، چې زرګونه پښتانه یې له خپلو سیمو بې ځایه کړي، وژلي او زندانونو ته لیږلي دي.

د پاکستان د پوځ د ظلمونو او عملیاتو له ویرې شاوخوا لس زره کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته هم راکډه شوي، چې لا یې هم خپل وزیرستان ته د تللو امکان نشته.

2 COMMENTS

  1. دا کار هغه پاک مجاهدین کوي کوم چې د نړۍ پر نقشه دغه ناپاک او جعلي هیواد نه مني، کور یې ودان چې هر چا کړی وي، ان شاءالله پر دغو مجاهدینو به د دوزخ اور حرام وي.

  2. بسم الله الرحمن الرحیم
    هر مجاهد چې دا کار کړی، ددوزخ اور ورباندې حرام شو. دپاکستان پوځ د زوړمکار استعمار تربیت یافته اونوکر او د کمونیست چین د ګټو ساتونکی غلام دی. د دوی جنرالانو سلګونه فلسطینی مجاهدین، زرګونه پښتانه او بی شمیره مخلص سندیان او بلوچان وژلی دی. اوس یې دتباهی ورځې راغلی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...