شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقریشي له اتمر سره په خبرو کې د پاکستاني بندیانو د خلاصون...

قریشي له اتمر سره په خبرو کې د پاکستاني بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه

تاند(دوشنبه، د دلوې ۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن د جنوبي کوریا او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې پر پروسې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تاند ته په راستولې خبرپاڼه کې ویلي، شاه محمود قریشي له خپل افغان ساري حنیف اتمر سره په ټېلفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو په تېره بیا د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو پر پراختیا، او د پولو په اوږدو کې د بازارګیو  پر جوړېدا خبرې وکړې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستیو کې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د بازارونو د جوړېدو وړاندیز کړی څو له دې لارې د دوو هیوادونو سوداګري اړیکې وغوړېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قریشي وویل چې هیواد یې د سوله ییز، سوکال او خوندي افغانستان ملاتړ کوي او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره یو تاریخي فرصت ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پر پرمختګ یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې په خبرو کې پرمختګ به تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته به لار هواره کړي.

قریشي د افغانستان د باندنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د پاکستاني بندیانو د خلاصون یادونه وکړه، هیله یې وکړه چې هغه کسان د افغانستان د ولسمشر په فرمان خوشي شي چې په وړو جرمونو بندیان دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د باندنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جنوبي کوریا له باندنیو چارو وزیرې کانګ کیونګ وا سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د سولې او د افغانستان – جنوبي کوریا د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

اغلې وا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې د اسلامي جمهوري نظام، د بشري حقونو او ښځو حقونو او د تلپاتې سولې په برخو کې د افغانانو د ارمانونو ملاتړی دی.

دواړو وزیرانو له افغانستان سره د جنوبي کوریا د نورو مرستو ترڅنګ افغان محصلانو ته د جنوبي کوریا له لوري د سکالرشیپونو پر ورکړې هم خبرې وکړې.

1 COMMENT

  1. تر دې وروسته پر پنجابستان باور کول پر ځان ملنډې وهل دي، دوی ته په هر نوم امتیاز منل ملي خیانت دی، دولت باید پوه ووسي که دوی وایي چې پاکستان به افغان سوله کې صادقانه مرسته وکړي خو په خدای که يې وکړي، پنجاب هومره مهم هم نه دی او نه دومره اغیزه لري څومره چې ورته تبلیغ کیږي،
    ټول پنجابي بندیان وساتل شي، او په هیڅ صورت دغه جعلي هیواد ته ونه سپارل شي، مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب