شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د سرحدي ولسوالیو مشران د پاکستاني تابعیت اخیستو ته هڅول...

د ننګرهار د سرحدي ولسوالیو مشران د پاکستاني تابعیت اخیستو ته هڅول شوي

د ننګرهار ولایت د سرحدي ولسوالیو یو شمېر قومي مشران وايي، په دې وروستیو کې ورته څو ځله د پاکستان حکومت د هغه هېواد د هویت کارتونو د اخیستو وړاندیزونه کړي؛ خو په خبره یې دوی غوښتنې رد کړي دي.

دوی وايي، پاکستاني لوري ورته ویلي چې د هویت کارتونو د اخیستو په بدل کې به ورته په سیمو کې د برېښنا د اسانتیا پر برابرولو سربېره؛ د سړکونو د جوړولو او روغتیايي خدماتو اسانتیاوې هم چمتو کړي.

د دوربابا ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک اغاګل له تاند سره خبرو کې وايي، پاکستان څو ځله ترې د هویت کارتونو او په بدل کې یې په سیمه کې د اسانتیاوو د چمتو کولو ژمنه کړې؛ خو په خبره یې ده نه ده منلې.

نوموړی زیاتوي:«څو ځله په مستقیم او غیر مستقیم ډول راته وویل شول، اوس څو ورځې مخکې، نه پوهیږم نمبر یې له کومه کړی و ماته یې زنګ وکړ، چې د پاکستان شناختي کارډ به درته جوړ کړم اسانه به تګ راتګ کوې، دلته به سیمه کې درته برق هم درکړو خو ما پرې موبایل قطع کړ.»

د نوموړي دا خبرې داسې مهال دي، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت هم په خپله فیسبوک پاڼه ګې ادعا کړې وه، چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې له دې غاړې ځيني قومي مشران ورغوښتي او ژمنې یې ورسره کړې دي.

نوموړي دا چاره په افغانستان کې د پاکستان مداخله بللې او له حکومته یې غوښتي چې د مخنيوي لپاره يې لاس په کار شي.

احمدعلي حضرت تاند ته وویل، افغان حکومت او ولس بايد د پاکستان د دغو خوځښتونو پر وړاندې غلي پاتې نه شي؛ ځکه چې د ده په خبره دا چاره به په راتلونکي کې ناوړه پايلې ولري.

ده زیاته کړه:« زه چې کوم معلومات لرم، د سرحدي ولسوالیو ځینې مشران د پاکستان دولت له لوري په پټه هلته غوښتل شوي او د سکالرشیپونو یا بورسونو، نغدي پیسو او دا ډول نورې ژمنې یې ورسره کړي دي.»

نوموړی زیاتوي چې دا چاره په دې حساسو شرایطو کې خورا خطرناکې او له زیانونو ډکې پایلې لرلای شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس دغه راز له حکومته غواړي چې کشفي او استخباراتي اورګانونو ته دنده وسپاري چې د پاکستان په بلنه پټ تللي دغه مشران چې د افغانان دي، وغواړي او په دې اړه ترې جدي څېړنې وکړي.

نوموړی له تاند سره په خبرو کې د یادې چارې څخه د پاکستان موخه په قبایلي سیمو کې خپل حاکمیت ښودل یادوي او زیاتوي، که کله هم د قبایلي سیمو په تړاو ټولپوښتنه کېږي؛ نو د افغانستان قبایلي سیمو خلک به د پاکستان په تړاو مثبت نظر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له افغانستان سره د ډيورنډ په نوم اوږده فرضي کرښه لريD چې افغان حکومت او ولسونه دا کرښه په رسمیت نه پیژني؛ خو پاکستاني لوري د یادې کرښې پر سر اغزن تار هم غځولى دى.

4 COMMENTS

  1. کله چې په 1934 کال کې د افغانستان او ایران سرحدي پولې د ترکیې هېواد په منځګړتوب تعیینیدلې ، ایرانیانو همدا لوبه کوله . خوشبختانه هلته په پوله اکثریت پښتانه او بلوڅ سني مذهبه افغانان وطندوسته او باغیرته خلک وو ، هیچا دا خیانت ونکړ.
    یواځې یو ملک چې نظرخان نومېده او د فراه او هرات ولایت ترمنځ یې ژوند کاوو، له ایران نه پرېمانه ریال ترلاسه کړل . ایران دغه کلی له زرګونو جریبو مځکو سره ورخپل کړ.
    یوه میاشت وروسته د ایران شاهي دولت دا خاین نظر خان او دهغه ټول کلیوال ددې لپاره قتل عام کړل چې له خپل وطن سره یې خیانت کړی وو، نو ایران ته خو هېڅ وخت خدمت نشي کولی.
    بنا خپلو افغانانو ته دا توصیه کوم چې هېڅکله ځان خرڅ نه کړي کنه ستاسو آخره خاتمه به همداسې وي .

  2. ولا دا له خندا ډکه خبره ده
    پنجاب که غواړي او کونه کې يي فساد نه وي، نو أول دې مهرباني وکړئ پښتونخوا يې ښه مثال ده، ددوی حق دې ورکړي، ترور دې پې بند کړي، مشران دې ورته له بند نه خلاص کړي، وزير علي خو يي ښه مثال ده، ترور بل ښه مثال ده… دا غداران دومره لویدلي چې اوس يي الوتکې نور هيوادونو را تاو کړي چې قرض يې ولې نه ورکوي، د پنجاب هر وګړی تر سره په فرض کې غرق ده چې په نسلونو نسلونو به د نورو غلامي کوي، په عربو کې به د عربو لغتې خوري، ټول عمر به په دې کې باسي چې هر کال ددولت مالیه ور پوره کړي… اوس بیا افغانانو سره مرسته کوي په بدل د يو څو روپیو؟؟ پاسپورټ خو يې له افغانی پاسپورټ نه په باور کې نه کم ده نه زيات،نو هغه به يو لوی احمق او خائن وي چې دا بد کوي…

  3. نو حضرت علي ته څوک نه وايي چې د کرزي په په لومړيو کې چې پاکستان له خاپښ نه را پينځه څلوېښت کيلومتره مخکې تر کوڅړۍ پورې راته او ټوله مزري چينه يې لاندې کوله. د ننګرهار پر ټولو ادارو تاسو واکمن وئ. تا ته د مومندو مشران درغلل چې سپکه وسله راکړئ؛ پاکستان پوځ مخکې نشي راتلاى او تاسو تش لاس رخصت کړل چې موږ د پاکستان زور نه لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب