شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د استرالیا پر لومړنیو افغانانو فلم جوړ شو

د استرالیا پر لومړنیو افغانانو فلم جوړ شو

تاند(جهارشنبه، د دلوې ۱) استرالیايي لیکوال او فلم جوړوونکي رادریک مکې په استرالیا کې د لومړنیو افغانانو په اړه فلم جوړ کړی.

مکې باور لري چې دغو افغانانو د استرالیا په وده کې مهم رول لوبولی، په هغو سختو او اوږدو لارو یې سوداګري کړې چې اوس هم خطرناکې دي او ډېر خلک پرې تګ راتګ ته زړه نه شي ښه کولی.

دی وايي، د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ کلونو ترمنځ لږترلږه ۳۰۰۰ افغانان، هندیان، ترک، مصریان او ایرانیان استرالیا ته ورغلي خو اکثره افغانان وو ځکه دوی ټولو ته غانز وايي چې د افغان لنډه بڼه ده.

په ۱۸۶۶ کې ۳۰ افغانان له هند او افغانستان څخه له ۱۰۰ اوښانو سره استرالیا ته لاړل چې د استرالیا له یوې څنډې تر بلې پورې تجارتي مال یوسي. د استرالیايي رسنیو د راپور پر اساس، د دغو افغانانو کار په استرالیا کې خورا ارزښت پیدا کړ ځکه هغه کار چې بل چا نه شوای کولی دوی کاوه.

تر شلمې پیړۍ پورې په استرالیا کې د دغو افغانانو شمېر لږترلږه ۲ زرو ته ورسېد چې د هغو له منځه ۱۰۰۰ یې د استرالیا په لوېدیځ کې کار کاوه.

د مکې په وینا دغو خلکو د مدرنې استرالیا په جوړولو کې لوی رول لوبولی خو هېر شوي دي. ده په خپل فلم کې، چې (The Furnace) نومېږي او په دسمبر کې راووت، د استرالیا په وده کې د افغانانو رول انځور کړی دی.

په دې فلم کې یو ځوان افغان اوښبه او یو استرالیايي بوټبه (هغه څوک چې په بوټو کې کار کوي یا یې ماتوي) د سرو زرو له غلا شویو خښتو سره د استرالیا د لوېدیځ په دې پراخه سیمه کې پلی روان دي.

په دې فلم کې د استرالیا د دې سوځنډه او وحشي سیمې، چې د سیلانیانو ډېره خوښه ده، طبیعت نندارې ته وړاندې کېږي.

استرالیايي رسنۍ وايي، اوس هم که څوک پوره وسایل ونه لري په دې سیمې کې سفر د مرګ خطر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب