Homeخبرونههرات کې ماین چاونې۶  پولیس ټپيان کړي

هرات کې ماین چاونې۶  پولیس ټپيان کړي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱) په هرات ولایت کې ماین چاودنې ۶ ملي پولیس ټپيان کړي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند داکتر محمد رفیق شیرزی وايي چې د پېښې تېره شپه په دې ولایت کې پر پولیسو ماین چاودنه کړې.

شېرزی وایي د پېښې له ځایه شپږ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

بل لورته د هرات  د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې تېره شپه د انجیل ولسوالۍ په مالان پله امنیتي پوسته کې چاودنه شوې چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

ولي زاده وایي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې بمي چاودنې او هدفي وژنو زور اخیستی چې عام خلک یې هم اندېښمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...