شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهاسلامي پراختیایي بانک،افغانستان کې نورې پراختیايي پروژې هم پيلوي

اسلامي پراختیایي بانک،افغانستان کې نورې پراختیايي پروژې هم پيلوي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱) په سعودي عربستان کې اسلامي پراختیایي بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې به  لا ډېرې پراختیایي پروژې پيلوي.

د دغه بانک مشر بندرحجار د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال دا ژمنه کړې ده.

حجار ویلي چې دوی په افغانستان کې ګټورې پروژې بشپړې کړې او راتلونکي کې هم  لا ډېرې پراختیايي پروژې په پام کې لري.

د هغه په وینا دوی به افغانستان ته د څېړونکو یو ټيم لېږي او د دې ټيم د ارزونو پراساس به په اړینو مواردو کې پروژې پلې کوي.

حنیف اتمر هم هیله یې څرګنده کړې چې اسلامي پراختیایي بانک په افغانستان کې د لوړو زده کړو تعلیمي سیستم، اوبو لګولو سیستم او حمل نقل په برخه کې مرستې وکړي.

اسلامي پراختیايي بانک داسې مهال دا ژمنه کوي چې د عامو افغانانو په باور دوی دې هغه پروژې پلې کړي چې افغانانو ته حیاتي ارزښت لري.

دوی له یاد بانک نه غوښتي چې دلته د برېښنا بندونو ، ښوونې او روزنې برخه کې پروژې عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب