شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+ژمی او د سکرو مرګ| عبیدالله وردګ

ژمی او د سکرو مرګ| عبیدالله وردګ

د ژمي په راتګ سره د سړې هوا څپې هم راوچلیږي. په افغانانستان کې په معمول ډول خلک د بخاریو (لرګیو، ګازې او نورې)، سکرو، ترانه او بریښنایې بخاریو پوسیله ځانونه تاوده کوي.

هر چیرې چې لوګی وي هلته یوډول ګاز هم شته چې ورته کاربن مونو اکساید وایې. بوی، خوند او رنګ نه لري. زمونږ بدن چې کله هوا اخلي نو د نورو ګازو سره اکیسجن هم سږو ته ننباسي. که اکسیجن نه وي مونږ ژوند نه شو کولای. اکیسجن د سږو له کڅوړو څخه د وینې پوسیله اخیستل کیږي او د بدن نورو برخو ته رسول کیږي. اکیسجن هلته سوځول کیږي. په وینه کې سره کورویات موجود دي چې هغوی له ځان سره هیموګلوبین لري. همدا هیمو ګلوبین له سږو څخه اکیسجن اخلي او د بدن حجراتو ته یې لیږدوي.

نو که هیموګلوبین کم وي لږ اکیسجن مو بدن ته رسیږي.

زمونږ د بدن هیموګلوبین نظر اکیسیجن ته له کاربن مونو اکساید سره ډیره مینه لري. نو که هیموګلوبین کوم ځای کاربن مونو  اکساید سره مخامخ شي اکسیجن سره هیڅ علاقه نه ښيې.

کله چې مونږ کاربن مونو اکساید تنفس کوو هیڅ کوم ځانګړی احساس نه کوو. په بدن کې مو اکسیجن کمیږي او کاربن مونو اکساید مو ورو، ورو ګنګسوي اوپه آخر کې بې هوښه کیږو. څومره چې کاربن مونو اکساید ډیر زیات تنفس کړو، اکیسجن هم کم شي آخري پایله یې آرامه مرګ دی.

کاربن مونو اکساید یواځې په سکرو کې نه وي!
که د شپې له خوا د کومې بخاری خوا که د بړستنې ژی اور واخلي او ورو، ورو سوځیږي هم کاربن مونو اکساید تولیدیږي. په بل عبارت ویلی شو هر هغه اور چې صاف نه وي کاربن مونو اکساید تولیدوي.

که له همداسې حالت سره پیښ شو نو بیا؟

لومړی باید کوښښ وشي چې د شپې له خوا د خوب اطاق کې هیڅ ډول لوګی نه وي. که بیا هم له داسې حالت سره مخامخ شوی نو لومړی کړکی خلاصې کړی، د دودو اطاق څخه ووځی او پریږدی چې هوا یې پاکه شي. ناروغ کسان باید روغتیایې مرکز ته ورسول شي چې هلته ورته لوړ فشار سره اکیسجن ورکوي کوم چې کاربن مونو اکساید بیرته له هیموګلوبین څخه بیلوي. او آزاد شوی هیموګلوبین بیرته کولای شي اکسیجن سره یوځای شي او زمونږ بدن ته اکسیجن انتقال کړي.

په پورته انځور کې وینی چې د کاربن مونو اکساید د تنفس له کبله له چپې خوا څخه سردردي، د زړه بد والۍ، ګنکسیت، نفس بندي، لویدل او بې هوښي ترسیم شوې. که ویده و کیدای شي دا مراحل یو بل پسې احساس نه کړو.

تاسې کولای شی چې د کاربن مونو اکساید په وړاندې یو ډول آله د ویده کیدو اطاق کې نسب کړی. کله یې چې مقدار په اطاق کې ډیر شي نو دغه آله زنګ وهي.

پورته انځور کې د کاربن مونو اکساید په وړاندې د زنګ وهلو آله ښودل شوې.

په دې انځور کې وینو چې پورته برخه کې له چپې خوا څخه سږي اکسیجن د وینې د رګ پوسیله زړه او عضلاتو ته انتقالوي. لاندې برخه کې یې کاربن مونو اکساید او اکسیجن د سږو پوسیله راوړل کیږي خو ډیر مقدار سره کاربن مونو اکساید له هیموګلوبین سره یوځای کیږي چې زړه او عضلاتو ته د اکسیجن د وړلو مخه نیسي.

لاندې انځورو کې د کاربن مونو اکساید د تولید ممکنه منابع ښودل شوې (په ګراج کې چالاند موټر، جنراتور، د اوبو ګرمولو آله، ګازي بخاری، مات شوی پایپ د بخاری، په خرابه توګه نصب شوی منقل، د کباب منقل، د اور لګولو ځای)

همدرانګه که د کور دودکش بند وي ډیر امکان لري د اور لوګی بهر ونه وځي او کاربن مونو اکساید مو په کور کې مسموم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی