سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونههرات کې ناپېژاندو وسله والو د ملي اردو ۷ سرتېري مړه او...

هرات کې ناپېژاندو وسله والو د ملي اردو ۷ سرتېري مړه او ټپیان کړي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱) د هرات ولايت اوسېدونکي وایي چې نن سهار د هرات ښار نهمې ناحیې اړوند تاریخي څلو سیمه کې نا پېژاندو وسله والو د ملي اردو پر موټر برید وکړ.

عیني شاهدان وایي چې د دې برید په پایله کې د ملي اردو ۳ سرتېري ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.

دوی وایي وسله وال کسان په موټر سایکل سپاره وو او له ډزو وروسته له سیمې وتښتېدل.

یوې امنیتي سرچينې بیا رسنیو ته ویلي چې دغه سرتیري دندې ته روان وو چې نن سهار اووه بجې د نهمې ناحیې اړوند تاریخي څلو سیمه کې پرې برید وشو.

بل لورته د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی بیا وايي چې د پېښې له ځای څخه د ملي اردو درې د سرتېرو ۳ جسدونه او ۴ ټپيان حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

نوموړی وایي د ټپيانو وضعیت ښه دی.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادولو ده چې تېره شپه هم په هرات کې د یوې بمي چاودنې له امله ۶ د ملي پولیس سرتېري ټپيان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب