سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهبلینکن: د امریکا او طالبانو هوکړه په دقیقه توګه ارزول کېږي

بلینکن: د امریکا او طالبانو هوکړه په دقیقه توګه ارزول کېږي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱) د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن چې نن ماښام به د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه لوړه ترسره کړي، دا چې دی به د طالبانو له تړون سره په کوم نظر وي د بهرنیو چارو نوي وزیر یې په اړه څرګندونې کړې دي.

د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره ټاکل شوی انټوني بلېنکن وایي، له طالبانو سره به د امریکا تړون وارزوي.

د امریکا د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن تېره ورځ د خپل واک د تایید غونډه کې وویل، موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته رسول غواړو، ځواکونه ستنول غواړو، غواړو هلته تر یوه برید د هر ډول ترهګرۍ د ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو.

نوموړي دغه راز د دوحې د تړون په اړه وویل، باید کره وارزوو چې ریښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي تراوسه لا د دې تړون پر جزیاتو نه یو خبر.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نن یې واک پای ته رسېږي د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ پر ۲۹ مه نېټه یې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د خپل هېواد تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپآره یې هڅې پیل کړي.

د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن چې پخوا له له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ملاتړی و خو مرستیالان یې بیا وایي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید یو شمېر سرتېرې په افغانستان کې پاتې شي.

ټاکل شوې چې جوبایډن نن ماښام د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، او ډونالډ ټرمپ به نن ماښام مخکې د لوړې تر مراسمو واشنګټن پرېږدي او د فلوریډا په لورې به وکوچېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب