شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح یو ځل بیا طالبانو ته نوی خبرداری ورکړ

امرالله صالح یو ځل بیا طالبانو ته نوی خبرداری ورکړ

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که طالبان د ملکي ‌کسانو مرګ‌ژوبله او تاوتریخوالی ونه دروي د بندیانو ژوند به یې د سولې د خبرو په اجنډا کې شامل شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، که وسله‌وال طالبان د ملکي کسانو وژلو، د مدني ټولنو د غړو د وژلو، د خبریالانو د وژلو، او په ټوله کې تاوتریخوالی ختم نه کړي اوس د طالبانو په اجنډا کې د زندانیانو خلاصېدل شامل دي که طالبان له دې کارونو لاس وانخلي په اجنډا کې به یې د زندانیانو ژوند شامل شي.

هغه خبرداری ورکړ که طالبان له یادو کارونو لاس وانخلي بیا به د سولې په خبرو کې د زندانیانو په خلاصون بحث نه کېږي بلکې د هغوی په ژوند به بحث کېږي چې هغه اعدام شي او کنه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د دې پر ځای چې افغان دولت طالب زندانیان خوشي کړي باید هغه اعدام کړي.

د نوموړي د دې څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که افغان حکومت دا کار وکړي دوی به په نورو بدیلو لارو لاس پورې کړي.

1 COMMENT

  1. امرالله صالح پدې اخطار سره د طالبانو درسمي ویاند ملا ذبیح آ خند اعتراف تر لاسه کړ چې په هدفي وژنو او ترور کې دوی مخامخ لاس لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب