دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهټرمپ له ولسمشرۍ سره مخه ښه وکړه خو پلویانو یې د لاریونونو...

ټرمپ له ولسمشرۍ سره مخه ښه وکړه خو پلویانو یې د لاریونونو خبرداری ورکړی

تاند( چهارشنبه، د دلوې ۱) ډونالډ ټرمپ د امریکا له ولسمشرۍ سره مخه ښه وکړه او د خپلې مخې ښې وینا یې رسنیو ته واوروله.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چې، پر خپلو کارونو ویاړي او زیاته یې کړه چې ده او ډلې یې هغه څه تر لاسه کړي د کوم څه لپاره چې راغلي وو.

ټرمپ همدا راز پرته له دې چې د جو بایډن نوم واخلي خپل ځایناستي ته د بریا هیله کړې ده.

د ده په خبره راتلونکي ولسمشر ته ټوله امریکا سترې هيلې لري او دی یې د بریا هیله کوي.

ټرمپ داسې مهال له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه کوي چې پلویانو یې د لاریونونو او اعتراضونو خبرداری ورکړی دی.

د ټرمپ پلویانو له دې وړاندې هم له تاوتریخوالي ډک لاریونونه کړي وو چې آن پر سپینه ماڼۍ یې هم برید کړی وو.

بهرنیو رسنیو هم د ټرمپ انځورونه خپاره کړی او ورسره یې لیکلي چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه وکړه.

په واشنګټن او د امریکا په ډيری ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر پيل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب