Home+د انسان عمر ممكن يو نيم برابر اوږد شي

د انسان عمر ممكن يو نيم برابر اوږد شي

تاند –  ساينس پوهان په دې توانېدلي دي چې د موږك عمر كابو يو نيم برابر اوږد كړي. دوى د همدې كاميابۍ په اساس اټكل كوي چې دا ممكنه ده چې د انسان عمر د اوس يو نيم برابر يعنې يوسلوپنځۀ ويشت كلونو ته اوږد شي.

د هسپانيا په مركز مادريد كې د سرطان په اړه د څېړنو د ملي مركز ساينس پوهان په موږكانو باندې د تجربې په وخت وتوانېدل چې د موږكانو عمر يو نيم برابر ته وغځوي. د پوهانو په نظر اوس دا امكان لرې نه ښكاري چې د ساينس په بركت د انسان عمر هم يو نيم برابر اوږد شي.

 په دې باره كې ډېلي ميل ورځپاڼې د نامتو عالمې ماريا بلاسكو له قوله كښلي دي چې اوس د آب حيات او همېشنۍ ځوانۍ ارزو يوازې يو خوب و خيال نه دى بلكې د موږكانو په اړه دې نوې كاميابې تجربې دا هيله پيدا كړې ده چې د انسانانو عمر هم اوږد شي.

ساينس پوهان د موږكانو په باره كې دې نويو تجربو ته هله ورسېدل چې د عمر په اوږدوالي او د سرطاني ځېلو په مخنيوي كې درې اغېزمن جينونه يې د موږك په بنيادي سيلونو او حجرو كې دوه برابره كړل. د دغو جينونو د دوه برابره كولو نتيجه دا وه چې موږكان د خپل متوسط درې كلن عمر په ځاى څلور نيم كاله عمر وكړي. د يادولو ده چې د دغو موږكانو اولادې هم كابو يو نيم برابر عمر كړى دى.

د بريتانيا يو نامتو ساينس پوه اوپري دي ګري د موږكانو د عمر د زياتوالي په اړه دغه نوى برى د ساينس يو لوى پرمختګ ګڼي او وايي چې دا تجربه ممكن د انسانانو په برخه كې هم كاميابه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...