تاند (پنجشنبه د دلوې ۲) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر نژدې يو کلن ځنډ وروسته له ايرلینډ سره يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېېوو یو ورځنیو نړیوالو لوبو دغه سریز نن پنجشنبه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
د نړیوالو لوبو دغه لړۍ د کابل پر وخت د سهار لس نیمې بجې پیلیږي او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د افغانستان کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړو دغو لوبو ته پوره چمتوالی نیولی دی.
دا لوبې چې د افغانستان په کوربتوب کېږي، د اسټرالیا د بګ باش کرکټ لیګ نه راستون شوي افغان بالر راشد خان هم له خپلې لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
افغان کرکټ بورډ تېر کال د مارچ په مياشت کې له ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلې سره تر درېیوو شل اوريزو سياليو وروسته د کورونا وبا د خپرېدو له وېرې کومه سيالۍ نه ده کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ يادو سياليو ته لوبډله اعلان کړې ده، چې تر اوږدې مودې وروسته عثمان غني او د لومړي ځل لپاره عظمت الله عمرزي ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.
افغان او ايرلېنډ لوبډلې دواړه په دوبۍ کې دي او يادو سياليو ته يې تمرينات کړي، چې په دواړو تمریناتي سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې بریا خپله کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د کورونا وبا له خپرېدو شاوخوا یو کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله نړیوالو لوبو ته ووځي.
له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي چې دا لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو پیل دی چې د ۱۲ لوبډلو تر منځ به اته غوره ټیمونه دغه جام ته لاره پیدا کړي.