چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني جوبایډن ته مبارکي ویلي

ولسمشر غني جوبایډن ته مبارکي ویلي

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۲) ولسمشر غني وايي تمه لري چې د بایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پيل شي.

ولسمشر غني بایډن ته د مبارکۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دا د امریکا لپاره تاریخي ورځ ده او بایډن ته د بریا هیله کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان له کلونو راهیسې په جګړو کې دی، ډېر وخت د امریکا تر څنګ درېدلی او اوس د امریکا د نوي حکومت له مشرتابه دا تمه کېږي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

 

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې د بایډن په راتګ سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیل شي او دا اړیکې به لا پراخې او پیاوړې شي.

په ورته مهال کې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره وکتل.

ارګ چهارشنبه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لیدنه نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، جینیوا کنفرانس د ژمنو او د امریکا د نوي حکومت سره چې سبا به رسماً خپل کار پیل کړي د افغانستان د اړیکو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې جنرال سکاټ مېلر، دوحې ته د خپل وروستي سفر جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړل.

دا ناسته په داسې مهال شوې چې د متحده ایالاتو نوي دفاع وزیر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی