Homeداسې هم شتهساینسسوني د فلم اخیستو ډرون جوړ کړ

سوني د فلم اخیستو ډرون جوړ کړ

تاند(پنجشنبه، د دلوې ۲)  د جاپان سوني کمپنۍ د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو د سیالۍ میدان ته راووتله او د فلم اخیستو لومړنی ډرون یې بشپړ کړ.

د سوني دا ډرون الوتکه ایرپیک نومېږي او د فلم اخیستو لپاره جوړه شوې ده. دا ډرون به د روان میلادي کال په پسرلي کې بازار ته وړاندې شي.

سوني په حقیقت کې د چین له ډي جي آی سره د سیالۍ لپاره دا ډرون جوړ کړی دی. ډي جي آی اوس په نړۍ کې د فلم اخیستو تر ټولو ښه ډرونونه جوړوي.

Play

ډي جي آی کمپنۍ په وروستیو کې په امریکا کې له یو لړ بندیزونو سره مخامخ شوې او سوني شرکت غواړي چې له دې فرصته ګټه واخلي او د امریکا بازارونه خپل کړي.

د سوني ډرون په مصنوعي ذهانت سمبال دی او د سوني الفا کمرې پکې نصب دي.

ایرپیک څلور انجنونه لري او د مصنوعي ذهانت په وسیله خپل حرکت اصلاح کولی او په بیړني حالت کې سمولی شي.

د سوني دا ډرون یوه نیمګړتیا لري او هغه دا ده چې کمره باید ورته جلا واخیستل شي. ډي جي آی د دې ترڅنګ چې سپک دی په یو وار چارج ۳۰ دقیقې الوتلی او له مځکې نژدې ۵۰۰ متره لوړېدای شي.

همداراز د کنټرول له ځایه تر ۷ کیلومترو پورې لېري تللی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...