Home+افغان لوبډلې په تمريناتي لوبه کې ايرلنډۍ لوبډله ماته کړه

افغان لوبډلې په تمريناتي لوبه کې ايرلنډۍ لوبډله ماته کړه

تاند (شنبه، د جدي ۲۷) افغان کرکټ ايلېون لوبډلې نن د ايرلینډ پر وړاندې په يوې تمريناتي لوبه کې د ۲۲ منډو په توپير بريا خپله کړه.

په دغه تمریناتي لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ۴۴,۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۶۳ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبغاړو له ډلې حشمت الله شهيدي ۶۰ رحمن الله ګربز ۵۹ او نجيب الله ځدراڼ ۵۳ ډېرې منډې وکړې.

ايرلینډۍ لوبډله د افغان ايلېون لوبډلې هدف پوره نه کړی شو او یواځې یې ۲۴۱ منډې وکړې.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ درې نړيوالې لوبې به د روانې جنوري په ۲۱مه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...