تاند ( شنبه، د جدي ۲۷) د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې، نن ماسپښين شاوخوا دوه نیمې بجې د مهترلام ښار اړوند سیمه کې د پولیسو پر رېنجر موټر ماین چاودنه کړې.
د لغمان والي وايي چاودنه د پولیسو د ریزرف قطعې پر رینجر موټر شوې چې، له امله يې دوه پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي.
دغه راز د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نا پېژاندو وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي چې دا پېښه غرمه مهال د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه وایي په دې پېښه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یادو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه چا او یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
خو امنیتي چارواکي وایي چې د یادو پېښو په تړاو څېړنې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې هدفي وژنو او چسپکي ماینونو عام خلک سخت اندېښمن کړي.
عام خلک له امنیتي چارواکي غواړي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.