شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد بلخ چارواکو ته د ولسمشر ګواښ؛ که تښتول شوی ماشوم ازاد...

د بلخ چارواکو ته د ولسمشر ګواښ؛ که تښتول شوی ماشوم ازاد نه شي ټول له دندو لرې کوم

تاند (شنبه د جدي ۲۷) ‏ولسمشر اشرف غني د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی که چېرې په دغه ولایت کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نه شي، نو د بلخ ولایت ټول امنیتي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.

دغه موضوع د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌ پال شنبه د شپې ۹:۰۷ بجې پر خپل ټوېټر مطرح کړې ده.

نوموړي د ولسمشر له قوله ویلي: «که بلخ کې اختطاف سوی ماشوم ازاد نه سي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لیري کوم.»

نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم په مزارشریف ښار کې هغه مهال د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې ښوونځي ته په لاره و.

بلخوا د بلخ امنیه قومندانۍ ویلي چې د یاد ماشوم د خوشې کېدو په خاطر یې څو ځلې عملیات کړي، خو بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د ملي امنیت ادارې او د بلخ د پولیسو په وینا چې پینځه تنه یې د دغه ماشوم د برمته کولو په تور نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب