د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه
لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
خو لا اساسي پوښتنه دا ده چې: د قرضاوي او هغه ته ورته کسانو لاره د افراطي جهادیزم د ستونزې اساسي چاره کولی شي؟ په دې لاره د خشونت او ترهګرۍ د څرخ درېدلو ته هیلهمن کېدای شو؟ داسې نه برېښي چې ځواب دې یې «هو» وي. تر ټولو مهم دلیل یې د داسې کتابونو له لیکلو سره سره، د خشونت زیاتېدل دي. نو دا پوښتنه کولی شو چې د منځلارو د خبرو د ناکامۍ یا لږې کامیابۍ علت به څه وي؟ د دې قلم د څښتن په باور، دا ډول هڅې یوازې د د یوه جګړهپالي بهیر تلطیف (نرمول) ګڼلی شو، نه تر دې زیات. عمده علت یې دا دی چې له دې منابعو څخه د قرضاوي او د منځلارو ډلو د انګېرنې د درون دیني اعتبار اندازه د توندلارو ډلو له درون دیني اعتبار سره یو شان دی. یعنې، که د فقهې په ژبه وغږېږو، دواړه انګېرنې اجتهادي او ظني بڼه لري او هېڅ اجتهاد او ظن په خپل ذات کې تر بل اجتهاد او ظن غوره نه دی او د اسلام قطعي حکم نه شي مطرح کېدای. یوازې په بیروني عاملونو او قراینو سره یو اجتهاد تر بل اجتهاد غوره ګڼلی شو.
اصلي خبره دا ده چې موږ د تأویل له دوو سیستمونو سره مخ یو چې دواړه د بلې زمانې سیستمونه دي ځکه چې د بلې زمانې پوښتنو او غوښتنو او ابزارو پسې غواړي. د هاغه مهال په فکري ماحول کې انسانانو د خپل دین د انتخاب حق نه درلود او که په هر دلیل سره یې د دین په باره کې بل ډول باور پیدا کړی وای، د وژلو به وو. د هاغې زمانې په فکري ماحول کې نړۍ په دوو یا درېو هېوادونو وېشل کېدله: ارالاسلام او دارالکفر. او دارالکفر بیا دوې برخې لرلې: دارالحرب او دارالعهد. دا صحیح ده چې قرضاوي هڅه کوي چې د دارالعهد لمن دومره پراخه کړي چې ان متحد ایالتونه، روسیه او ان چین ـ له دې سره سره چې د اویغور له مسلمانانو سره څه ډول چلند کوي – راونغاړي، خو د نړۍ د پېژندلو دا ډول ذهنیت اساساً د اوسنۍ نړۍ له وضعیت سره هېڅ نه جوړېږي. په اوسنۍ نړۍ کې فکري ترقي، علمي پرمختګونه، د هېوادونو او ملتونو تر منځ د اړیکو بودې تنستې، د ګټو او مصالحو مختلف پټونه له دې ډول ذهنیت سره اړخ نه لګوي. د تأویل دغه دوه سیستمونه په داسې میدان کې سره مخامخ کېږي چې پوځونه په کې د داسې زمانې د پوځونو په شان مورچې نیولې دي چې هغه زمانه نوره ګردسره نشته او په اوسني دور کې د هاغې زمانې په دود چلند د ناورین سبب کېږي. دا هماغه د منځنیو پېړیو سیستم دی چې ډېری هنري او سینمايي تولیدات، رسنیز بحثونه، علمي څېړنې او داسې نور ارتداد ګڼي او د نیوکې کولو په نیت د سیکولریزم، پوزیټویزم، لیبرالیزم او داسې نورو موضوعاتو مطالعه جهاد بولي. دا د اوسني پېر له فکري مقولو سره د آشنايۍ کاریکاتوري بڼه ده چې که جدي وګڼل شي، ناورین زېږوي او که جدي ونه ګڼل شي نو تریخ طنز پنځوي.
دا صحیح خبره ده چې د سینما، رسنیو، ورځپاڼو، پوهنتونونو او نورو کارونه باید نقد کړو یا یې نقدولی شو، او دا کار په ټوله نړۍ کې سم دم روان دی خو دا چې دا شیان د پراخ ټولیز ارتداد نښه وګڼو او په ضد یې جهاد تجویز کړو، دا نو د تېرو پېړیو په کلاګانو کې ساه اخیستل دي، ان که دغه جهاد مدني جهاد هم وبولو او نمونې یې د بې خوندو او بې رنګو مذهبي سریالونو جوړول وګڼو.
د مسئلې غوټه دا ده: له خپل عصر څخه بهر پاتې کېدل، د تېرو وختونو مقدس ګڼل، ننني انسان ته د شک په سترګه کتل، او په نړۍوال شوې نړۍ کې د پردیتوب احساس.
له افراطي او خشونتپاله جهادیزم سره مقابلې لپاره له سنتي منابعو څخه د یوه معتدل روایت را ایستل د توندلارو د تعبیرونو شدت څه نا څه را کمولی شي. دا کار به توندلارې پرې نه ږدي چې خپله انګېرنه د دین یوازینۍ سمه انګېرنه وښيي. خو دغه هڅې په آخر کې ایله د مُسَکن کار کوي، نه د علاج. دا کار کولی شو چې په معتدله سنتي لاره ووایو چې وسلهواله جګړه لازمه نه ده او ښه به وي چې د هغې پر ځای نرمه ناوسلهواله جګړه وکړو، خو نتیجه به یې یو شی وي او دا نتیجه جګړه ده. د ننني انسان ضرورت له جنګ او خشونت څخه راوتل دي. جګړه که په هر نوم او له هر لوري وي، باید ځان ترې وباسو. د ننني انسان ضرورت د همکارۍ د لارو پیدا کول دي چې د نړۍوالو ستونزه چاره وکړي. نننی انسان باید هغه ستونزې له مخې لرې کړي چې ټول انسانان، ټول ژوندي ساري او ټول طبیعت ګواښي. په جګړې سره، هغه که نرمه وي که سخته، د انسانانو تر منځ همکاري نه شو رامنځته کولی. دا کار په تفاهم سره کولی شو، د فرهنګونو په متقابل درک سره یې کولی شو، په دې یې کولی شو چې تمدنونه یوازې تور یا یو مخ سپین ونه بولو، او په دې یې کولی شو چې په ټولو ملکونو جګړې ته منطقي حل لاره ولټوو. دې هیلې ته د رسېدو لپاره نوي تأویلي سیستم ته ضرورت لرو چې انسان او جهان په کې بله معنا پیدا کړي، نوې پوهې په کې اعتبار خپل کړي، د نوي عقلانیت لپاره په کې ځای وي، په جوړولو کې یې د اخلاقو نړۍوال اساسات نقش ولري، او په آخر کې له دې سیستم څخه د دین داسې تصویر راوخي چې د سولې او سولهییز ژوند زېری ولري، نه د تفرقې او دښمنۍ زړی.
مللیکنې:
- د ابو عبدالله المهاجر په اړه یې لیکلي دي چې هغه پټ پاتې کېدل خوښول او په رسنیو کې، ان په جهادي رسنیو کې، له ښکاره کېدو څخه یې ډډه کوله. هغه په ټولو جهادي څانګو کې لوی نوم لري او کتاب یې د دوی تر ټولو مهمه فقهي مرجع ګڼل کېږي. خو د سازماني اړیکو په حساب، ډېر خوځنده و. د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې په خوست، کابل، کندهار، او هرات کې د القاعدې غړو ته تدریس کاوه خو په عین وخت کې به یې پر طالبانو انتقاد کاوه چې په شرک او بدعت اخته دي او ځانونه یې په کافي اندازه په اسلام نه دي برابر کړي. بیا اسامه بن لادن پر هغه فشار راوړ چې له مخالفت او انتقاد څخه دې لاس په سر شي. هغه به پر بن لادن او ظواهري هم نیوکه کوله او د دوی تکتیکونه یې نه منل. په دې برخه کې د هغه نظر د ابو مصعب زرقاوي نظر ته نژدې و خو کله کله به یې له هغه سره هم اختلاف درلود او له دې سره سره چې زرقاوي ډېره هڅه وکړه چې دی عراق ته وبولي او د خپلې ډلې د فقهي کمیټې مسوولیت وروسپاري، خو ده نه منل. کله چې د عربو پسرلي په مصر کې د حسني مبارک رژیم راوپرځاوه، المهاجر خپل ټاټوبي ته ورستون شو، خو لږ وروسته بیا مجبور شو چې ځنې لاړ شي. د داعش له پیدا کېدو سره، د هغه کتاب د دې ډلې تر ټولو مهمه فقهي منبع کېږي او دا ډله هڅه کوي چې د خپلو غړو لپاره درسونه او زدهکړې د همدې کتاب له مخې چمتو کړي، خو دی پخپله له دې ډلې سره له یو ځای کېدو او په تشکیلاتو کې یې له برخه اخیستلو څخه ډډه کوي. وروسته په سوریه کې د جبهة النصرة له ډلې سره یو ځای کېږي چې دا د القاعدې یوه څانګه ده او رهبر یې ابو محمد جولاني دی. دا ډله بیا له داعش سره ورانېږي او المهاجر له جولاني سره هم اختلاف پیدا کوي. په آخر کې چې دی د حلب په غربي څنډه کې د باتبو کلي ته نژدې د امریکا په رهبرۍ د ائتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل کېږي، هېڅ جهادي ډله هغسې غبرګون چې تمه یې کېده، نه ښيي. د یوه عرب لیکوال په وینا، ګواکې هغه د ټولو په سترګو کې یوازې د وینې د فقهې د کتاب حد ته راټیټ شوی و.
- عربي وېب سایټ21 ، باسل درویش، د چارلي وینټر او عبدالله السعود له خولې یوه ګډه مقاله کې چې عنوان یې دی «د اسلامي دولت د ډلې د تیوریسن مړینه» په دې وېب سایټ کې خپره کړې ده.
- المهاجر، ابو عبد الله، مسائل فی فقه الجهاد، لیکوال د دې کتاب یوه پي ډي ایف نسخه ترلاسه کړې ده چې بې نېټې ده او د چاپ ځای یې هم په کې نه دی ښودل شوی، او په دې مقاله کې ورنه استفاده شوې ده.
- القرضاوي، یوسف، فقه الجهاد دراسة مقارنة لأحکام الجهاد و فلسفته فی ضوء القرآن و السنة، مکتبة وهبة، القاهرة، دریم چاپ، 2010
- څه چې په [] او { } کې لولئ، د مقالې د لیکوال [او یو نیم ځای کې د پښتو ژباړن] خبرې دي چې د کله د اوږدو عبارتونو د لنډولو او کله د ځینو عبارتونو د توضیح لپاره راغلې دي.
- د دې کتاب په لیکلو کې له ۱۶۸ کتابونو څخه ګټه اخیستل شوې ده چې ټول یې پخوانۍ او معتبرې منبعې دي.
- د فرج فوده د وژلو پېښه او بیا د نصر حامد ابوزید محاکمه او ورباندې د ارتداد حکم کول، د شلمې پېړۍ په نویمو کلونو کې د عربو په فکري نړۍ کې په خورا جنجالي پېښو کې حسابېږي. فرج فوده باورمن و چې دین او حکومت دې سره بېل وي او ویلي یې وو چې په دې اړه په عام محضر کې له سیاسي اسلامکارو سره مناظره وکړي. دا مناظره د ۱۹۹۲ په جنورۍ کې د قاهرې د کتابونو په یوه نندارتون کې جوړه شوه چې یوې خوا ته یې فرج فوده او احمد محمد خلف الله وو او بلې خوا ته یې محمد غزالي او محمد عماره محمد مامون هضیبي. فرج فوده تر دې مناظرې څو میاشتې وروسته د شیخ عمر عبدالرحمن د اسلامي جماعت دوو ځوانو غړو وواژه.
- په هغه کتاب کې له ۳۱۹ کتابونو څخه د منبعې په حیث کار اخیستل شوی دی او د مؤلف په وینا یې د څېړنې او د کتاب د لیکلو لپاره یې شپږ کاله لګولی دی.