یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپنتاګون وايي، په افغانستان او عراق کې یې د ځواکونو د کمولو...

پنتاګون وايي، په افغانستان او عراق کې یې د ځواکونو د کمولو هدف پوره کړ

تاند(شنبه، د جدې ۲۷) د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان وکړ چې په افغانستان او عراق کې یې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو هدف پوره کړی دی.

پینتاګون وايي چې د جمعې په ورځ یې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړ. د دې وزارت په وینا په همدې ورځ یې په عراق کې هم د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰ ته راکم کړای شو.

ټرمپ پخوا لا ویلي و چې په افغانستان او عراق کې به د خپل واک تر پای ته رسېدو مخکې د امریکايي پوځیانو شمېر وروستي حد ته کموي. ټرمپ خپل دې هدف ته په داسې وخت کې ورسېد چې د ولسمشرۍ د دورې یې یوازې ۵ ورځې پاتې وې. ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په شلمه (راروانه چهارشنبه) جو بایډن د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د امریکا دفاع وزیر کریستوفر میلر په یوه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د امریکايي پوځیانو شمېر تر ټولو ټیټ حد ته راکم کړل شوی دی.

ده په عراق کې د امریکايی پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه ویلي چې اوس د عراقي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او هغوی د خپل هیواد دفاع په خپله کولی شي.

ده همداراز ویلي«موږ به په عراق کې تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکوو او له خپلو عراقي شریکانو سره به د استخباراتو او هوايي ځواک په برخو کې مرسته کوو.»

امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په افغانستان کې نژدې یولک پوځیان لرل.

د امریکا او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم، ټول امریکايي پوځیان باید د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي چې محدود شمېر پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي چې د القاعده او داعش پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب