له پېړیو- پېړیو راهیسې د ژوند په هره برخه کې د پوهانو، متخصصانو او فکري ځواک له خوا تیورۍ او نظریات ورکړي شوي او خلک د دوی د نظریاتو او تجربو له مخې خپل ژوند عیاروي او عمل پرې کوي. یو د هغوی له ډلې څخه د ایټالیا پېژندل شوی سیاستوال، متفکر او فیلسوف نیکولو دي برناردو دِ ماکیاولي ( ۱۴۶۹ – ۱۵۲۷ میلادي) په ایټالوۍ ژبهNiccolò di Bernardo dei Machiavelli دی. خو په ډېرو برخو کې د ماکياولي نظرياتو ته خلک د شک او په بده سترګه ګوري. د نوموړي د نظریاتو په هکله عمومي فکر دا دی چې د ده نظریات ټول پر چل ول زور، ظلم او د خلکو پر غولولو ولاړ دي. خو نوموړي د سیاسي او ټولنیزو پيښو د تحلیل په باب ژورې او پخې خبرې هم لري، چې هر یوه يې د کاڼې کرښه ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د وسله والو ځواکونو د رول اهميت، جوړولو، او د نظام د ساتلو په برخه کې يې د پام وړ نظریات ور کړي دي، چې په نظامي دکتورینو کې د تامل وړ دي.
رفیق خاورین لیکلي، چې «د ماکیاوالي د شهزاده (The Prince) کتاب د سیاست یو شهکار او ځلانده اثر ګڼل کیږي.»
ځینې خبرې یې ښايي د زیاتو خلکو خوښې نه وي، خو د سیاست په اړه یې ځینې تیورۍ که عملي شي، ګټورې ثابتېږي.
زه د نوموړي له نورو نظریاتو سره کار نه لرم یوازې د ملي وسله والو ځواکونو په هکله چې ده کوم نظریات ورکړي دي، ماته د ډېر پام وړ ښکاري، نو ځکه غواړم د نوموړي نظریات د وسله والو ځواکونو د رول، جوړولو او ساتلو په هکله له دوستانو سره شريک کړم.
نوموړی ليکوال، فیلسوف او مفکر د ایټالیا هېواد د فلورانس په ښار کې زېږېدلی او لوی شوی و. دی ډېر پوه او د زیاتې مطالعې خاوند و، پلار يې هم د وخت ستر عالم او قاضي ګڼل کېده.
کله چې ده د وخت له حکومت سره کار پیل کړ او په دې لاره کې د باور وړ کس شو، ده د نظام د ساتلو لپاره د وسله والو ځواکونو پر جوړښت ټینګار وکړ او په هکله يې خپل نظریات په ليکلي بڼه وړاندې کړل.
ده به ویل:
«په ایټالیا كې د وحشیانو د ولکې تریخ خوند ګردو څکلی دی، نو د دې په خاطر د هیواد د چارو بدمرغي بايد په پیل کې کشف او مخنيوی يې وشي. که چېرې مشر یا ټولواک ښه هوښیار وي، ډېر ژر کولای شي چې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي. که چېرې د مشر د غفلت له مخې په هېواد کې تاوتریخوالی پراختیا ومومي، بیا يې مخنیوی په اسانه نه نیول کېږي.»
دی وايي:
«هر مشر چې په خپله د بل د غښتلتیا لامل شي هرو مرو په خپله له منځه ځي. د دې لپاره په کار ده چې مشر له خپل وخت سره د ټولو لانجو د مخنیوي له پاره د چارې په سنجولو کې پیاوړی وي. مشر یا واکمن ته اړينه ده چې د خپلې واکمنۍ بنسټ کلک جوړ کړي.»
ماکیاولي وايي:
«د نظام اساسي بنسټونه ښه قانون او وسله وال ځواکونه دي. د یوه باوري وسله وال ځواک په نشتوالي کې د قانون تطبيقول امکان نه لري.»
دی ټينګار کوي او وايي:
«وسله وال ځواکونه بايد له هر پلوه د نظام پلویان او باوري وي.»
پر هغه مهال به د فلورانس په واکمنۍ کې په جګړو کې د ايله جاري او مرستندويه ځواکونو ګټه پورته کېدله. د دغه ډول ځواکونو په هکله دی وايي:
«ایله جاري او مرستندويه ځواکونه به تل په جګړو کې له مشکلاتو سره مخ وو او د جګړې په ډګر کې به ماته د دوی په برخه وه. ځکه چې دوی به سم نه وو روزل شوي، د مسوولیت احساس به يې نه کاوه، انضباط او ډسپلين به يې نه لاره، د جګړې له ډګره به په خپل سر تښتېدل او ملي ګټو ته به قطعا ژمن نه وو.»
موږ هم زموږ په هېواد افغانستان کې د دغه ډول ځواکونو شاهد یو. د یوه واکمن سیاستوال د تېروتنو له کبله ټول ملت عذاب ګالي، د ستونزو درک ته پام نه کېږي او له عصري غوښتنو سره سم د روانو لانجو د حل لپاره اقدام نه کېږي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې د خپلسرو وسلوالو او زورواکو د خپلسریو مخه هم ونه نیول شوه، دا چې موږ چې ورته ملیشې وايو، په رڼا ورځ او په ډېره اسانه يې د ډاکټر نجیب الله حکومت ته د پای ټکی کښېښود. دا ډول ځواکونه ملي ګټو ته ژمن نه وي، یوازې هغه چا ته وفادار وي چې د دوی د زور، ظلم، چور او چپاول مخه نه نیسي او په دې لاره کې ورسره شريک وي.
مرستندوی ځواکونه هم د ملي ځواکونو روحيه خرابوي او پر خپل واکمن بېباوره کېږي، ځکه چې مرستندوی ځواکونه هم بې بندو باره وي او د دې هېواد قوانینو ته درناوی نه کوي او د هېواد خلک هم ور ته په ښه سترګه نه ګوري.
له ۲۰۰۱ میلادي څخه تر اوسه موږ په خپل هېواد کې د مرستندویو ځواکونو شاهدان يو. دوی چې اساسي روزنه یې نه ده لیدلې، روحیه یې کمزورې ده او د هېوادساتنې په چل نه پوهېږي، په سلګونو ځل يې داسې عملونه تر سره کړي دي، چی په هېڅ شکل زموږ له ملي دودونو سره سر نه لګوي. د دې تر څنګ د مرستندویو ځواکونو په شتون کې د ملي ځواکونو هره بریا د هغوی په نامه ثبتېږي او وياړ يې هم هغوی ته ځي.
موږ کولی شو په افغانستان کې له تجربه کارو پوځیانو د ملي پوځ، مرستندویو ځواکونو او د قواوو په انډول کې ګټه واخلو.
په ایټالیا کې د ماکیاولي له نظریاتو د پوځي ځواکونو د جوړښت او اهمیت په هکله د وخت د واکمنو له خوا په ۱۵۰۲ میلادي کال ومنل شول او د عملي کولو امر يې وکړ، ځکه ده په خپلو نظریاتو کې د ټولې ایټالیا چې هغه وخت پر مختلفو حکومتونو وېشل شوې وه یووالی غوښته.
نوموړی په ۱۵۰۳ میلادي کال په دې بریالی شو چې ملي لښکر جوړ کړي او ورسره نظامي قشلې (ځايونه) تاسیس کړي.
ده به ټينګار کاوه او ويل به يې چې:
«که کوم هېواد ملي او باوري ځواکونه ونه لري ډېر ژر به د زوال کندې ته ور ولوېږي.»
ماکياولي په دې هم ټينګار کاوه چې:
«د يوه دولت او نظام د ټينګښت لپاره غښتلو وسله والو ځواکونو ته چې د وخت په پرمختللو وسلو سمبال او واک يې د ډېرو باوري قوماندانانو په لاس کی وي، اړتیا ده. له دې سره اړينه ده چې دغه ځواکونه د ملي سرښندونکو او ملي ګټو ته له ژمنو کسانو څخه جوړ شي، نه له ملیشو او هغه چا څخه چې ملي ګټې او نظام ورته اهمیت ونه لري.»
هغه ملیشې چې په افغانستان کې ورته د (اربکي) اصطلاح په وروستیو کې دود شوه، ناکامه ثابتې شوې، چې وروسته نه په ملي دفاعي ځواکونو کې مدغم شوې او نه یې تر مدغم کېدو وروسته د خپلسریو مخه ونیول شوه.
ماکیاولي په خپل وخت کې په ټينګار سره ویلي چې:
«سرتېری باید له ۱۷ کلنۍ څخه تر ۴۰ کلنۍ پورې په نظام کې خدمت وکړي.»
زموږ په هیواد کې هم له ۱۹۱۹ میلادي کال را په دېخوا د خدمت کلونه د ۱۸ او ۳۷, د ۲۲ او ۳۷, د ۱۸ او ۴۰، د ۱۷. ۳۹، د ۱۸ او ۴۰ او د ۱۷ او ۴۵ کلونو تر منځ وو.
ماکیاولي به ویل، چې:
«د پوځي ځواکونو په هکله په خپله د پوځ اعلی سرقوماندان چې د دولت مشر هم وي باید پاملرنه وکړي. کوم مشر چې ملي وسله والو ځواکونو ته سمه او پر وخت پاملرنه، نه وي کړې، یا له کودتاوو سره مخ شوی دی او يا د ګاونډيو له خوا يې د واکمنۍ ګدۍ ور باندې نړېدلې ده.»
دی زیاتوي:
«د دولت اساسي بنسټونه قانون او ابداره توره(وسله وال ځواکونه) ده، که چېرې ابداره توره نه وي د قانون تطبيقول په ټولنه کې ډېر مشکل دي، هيڅوک به چمتو نه شي چې په خوښه ماليه ورکړي او قانون ته غاړه کښېږدي.»
اوس هم همداسې ده که چېرې له ټرافيکو څخه د وېرې خبره نه وي، هېڅوک به په خوښه د ټرافیکو قانون پر ځان عملي نه کړي. نو ځکه د قانون تطبیق ابدارې تورې ته اړتيا ده او دغه توره اړينه ده چې تل تېره، پاکه او تر ملا تړلې وساتل شي.
ماکیاولي به ویل:
«که چېرې ستاسو په ګاونډ کې د دوو هېوادونو تر منځ جګړه وي د زړه له اخلاصه د یوه پلوي وکړئ او جګړه ورسره وګټئ، ځکه تر جګړې وروسته به هغه هیواد ټول وخت ستاسو منندوی وي او تل به تاسو سره همکار پاتې شي.»
له بده مرغه یا له نېکه مرغه زموږ مشرانو د لومړۍ او دویمې نړیوالو، د هند او پاکستان او د ایران او عراق تر منځ په جګړو کې بې پرې پاتې شول او د هېچا مرسته يې ونه کره.
ماکياولي وايي:
«د واکمن لپاره په کار ده چې پر بخت تکيه ونه کړي، که د واک په لاس ته راوړلو کې بخت ورسره مرسته کړې وي، د واک په ساتلو کې د بخت رول صفر دی. د واک د ساتلو اساسي پايې د باور وړ قوماندانان او د ملي وسله والو ځواکونو درلودل دي.»
دی وايي:
«که واک د زور په واسطه لاس ته راغلی وي، کله چې واک ټینګ شو بیا د زورزیاتي اړتیا نه ليدل کېږي بیا د وېرولو تر څنګ بايد د خلکو باور تر لاسه شي.»
د خلکو باور هغه وخت تر لاسه کېدی شي چې خلک په امن کې ژوند وکړي. دا ښکاره ده چې د ملي وسله والو ځواکونو پرته په هېواد کې امن نه شي راتلای او نه ساتل کېږي. نو اړينه ده چې د هېواد د ډاډمن امنیت په خاطر ملي وسله وال ځواکونه چې په بشپړ زړورتيا او ملي انګېزه سمبال وي وروزل شي.
ماکياولي به ویل:
«په پوځي هنر ناپوهه واکمن له نورو نيمګړتياوو سره، سره د خپل پوځ په منځ کې هېڅ د درناوي او باور وړ نه وي.»
په پوځي هنر پوه مشر یا واکمن باید په خپله د وسله والو ځواکونو څارنه وکړي، په ملي روحیه يې وروزي او هغه چا ته يې چاری وسپاري چې قانون، هېواد او خلکو ته وفادار وي. که په دې هکله مشر له مشکلاتو سره مخ وي اړینه ده چې له ډېرو باوري نظامي سلاکارانو څخه مرسته وغواړي.
لنډه او کره خبره دا ده چې له ملي او باوري لښکرو پرته په هېواد کې امن نه راځي. نو هغه هېواد چې غښتلې او باوري ملي لښکرې ونه لري، واکمنان دې ځان بخت ته وسپاري، خو لکه چې مخکې وویل شول بخت یوازې د واک په لاس ته راوړلو کې مرسته کولای شي، د واک په ساتلو کې د بخت پر ځای یوازې باوري او ملي وسله وال ځواکونه مرسته کولای شي.
موږ تل وايو باوري او ملي ځواکونه، دا کوم ډول ځواکونه دي؟
ملي او باوري لښکرې هغو لښکرو ته وايي چې د هېواد له خلکو څخه جوړې شوې وي. د هېواد نظام او ملي ګټو ته ژمن وي، په سیاسي ډلو او تنظیمونو پورې اړه ونه لري. موخه يې یوازې د نظام او پولو ساتل وي. هېواد ته د مینې او وفادارۍ په انګېزه ښه سمبال وي. د دوست او دښمن تر منځ فرق وکولای شي. د سیاسي لوبو ښکار نه شي. ښه ښوونه او روزنه ولري، د خپلو وسلو په ساتلو کې زیار وباسي او ټول پوځي تجهيزات د ملت مال او شتمني وګڼي.
لنډه دا چې په شعوري ډول د هېواد ساتلو ته د سر په بيه چمتو، فکر او هوش يې د ملي ګټو ساتل وي.
د داسې ځواکونو جوړول او ساتل د واکمن دنده ده، په ناپوهو، جاهلو، فاسدو، بې انګېزې، وېرېدونکو او په پوځي هنر بې خبرو قوماندانانو او مشرانو د ډاډمن وسله وال پوځ جوړول له امکان څخه ليرې دي.