تاند(جمعه، د جدې ۲۶) جنرال دوستم له دې شکایت کوي چې حکومت د ده د ساتونکو شمېر شمېر کم کړی او د ولسمشر د لومړي مرستیال ودانۍ یې نه ده ورکړې.
د جنرال دوستم ویندوی احسان نیرو وايي، د سیاسي موافقې پر اساس، پکار وه چې د جنرال دوستم زرګونه سرتېري د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل کړای شوي وای خو دا کار تراوسه پورې نه دی شوی.
نیرو دغه راز وویل، په سیاسي موافقه کې ویل شوي و چې د ولسمشر د لومړي مرستیال ودانۍ (د صدارت ماڼۍ) جنرال دوستم ته ورکړای شوې وای خو حکومت تراوسه پورې دا پرېکړه عملي کړې نه ده.
د نیرو په وینا د ملي امنیت شورا له لوري د جنرال دوستم د ساتونکو شمېر کم کړای شوی دی.
د ملي امنیت شورا مخکې ویلي و چې د پخوانیو جهادي مشرانو، سیاسي څېرو او د پحوانیو مرستیال ولسمشرانو د ساتونکو شمېر یې د دې لپاره کم کړی چې ملي بودجه وسپمېږي.
د ملي امنيت شورا وياند رحمتالله اندړ رسنیو ته په استول شوي ويډيويي پيغام کې ويلي: “له دې وړاندې په کلنۍ توګه پر ياده چاره پوره ۴ ميليارد ډالر لګښت کېده، خو دا مهال د لازمو اصلاحاتو په ترڅ کې د لګښت دغه اندازه ۱.۲ ميليارد افغانيو ته راښکته شوې ده.”
ملي امنیت دغه راز ویلي، چې حکومت کریم خليلي ته ۱۲۵ ساتونکي ، محمد محقق ته ۱۵۰ او مارشال دوستم ته ۱۸۰ ساتونکي ورکړي، که دوی له دې ډیر غواړي نو نور ساتونکي دې په شخصي لګښت له عامه ساتنې ملي تصدۍ څخه واخلي.
ښاغلي اندړ دا هم ویلي چې کوم کسان چې له دې پرېکړې سره موافق نه دي کولی شي ځان ته په خپلو پیسو زیات ساتونکي وګوماري.
تر دې مخکې د محمدمحقق د ګوند د دفتر ريیس غلام قادر سکندري ویلي و چې محقق د سلو یا اتیا ساتونکو معاش نه شي ورکولی.
حکمتیار، چې ویل کېږي د ۱۵۰ ساتونکو معاش یې حکومت ورکوي، تراوسه د ملي امنیت شورا د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي خو نورو لکه ( د ولسمشر د پخوانیو مرستیالانو مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاحالدین رباني، د اجرائیه ریاست پخواني مرستیال محمد محقق، د ولسمشر د پخواني فوقالعاده استازي احمد ضیا مسعود، جهادي مشر سید حامد ګېلاني او ذبیحالله مجددي) په یوه ګډ لیک کې، چې ولسمشر غني ته یې لېږلی و، نیوکه کړې وه چې د «نامعقول او تبعیضي چلند» له مخې یې د «ساسي او جهادي څېرو» د ساتونکو شمېر کم کړی دی.
پدې حساب یوه فرقه عسکر د څو نفرو مفتخورانو، پرازیت او د ملت پر اوږو سپاره رابرانو ته اختصاص ورکړل شوي او مصروف کړي دي .
دوستم 180 نفره
ګل بدین 150 نفره
محقق 150 نفره
خلیلی 125 نفره
قانوني
ملارباني
احمدضیا مسعود
سید حامد ګیلاني
ذبیح الله مجددي
خورد ضابط اسمعیل
خلیفه عطامحمد
عبدالهادي ارغندي وال
حامد کرزی
…..
او داسې نور
که دوی له ملت نه ډار نه درلودای دومره شمېر ساتونکو ته هېڅ ضرورت نه وو.