سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا د عزت الله بیک د وژل کېدو څېړنه...

د ملي امنیت شورا د عزت الله بیک د وژل کېدو څېړنه کوي

تاند (جمعه د جدي ۲۶) د ملي امنیت شورا وايي چې د غور د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیک او د ملي امنیت د یوه سرتېري د وژل کېدو لپاره یاد ولایت ته پلټونکي پلاوی استول کېږي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې،  په دې پېښه کې عزالله بیک او د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوي دي.

ددې شورا له لوري د پنجشنبې په شپه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له حکم سره سم د یادې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي: «د ملي امنيت شورا دفتر د هېواد د جلالتمآب ولسمشر او د وسله‌وال ځواک د سراعلی قواماندان له حکم سره سم، د دې پېښې د هراړخيزې پلټنې لپاره د ملي امنيت شورا دفتر نظامي مفتش محمد حميد طهماسي غور ولايت ته د استول کېدونکي پلټونکي پلاوي مشر ټاکي چې په دې برخه کې څېړنې وکړي.»

د ملي امنیت شورا د غور له ولسونو غوښتي چې خپله حوصله لوړه وساتي او ددې پېښې اړوند له پلټونکي پلاوي سره همکاري وکړي.

د ملي امنیت ریاست پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې ځانګړو ځواکونو یې هڅه کوله تر څو د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک چې ددغه ولایت د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان او د غور غږ راډېو د مسؤل مدیر په وژنه تورن و ونیسي، خو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.

یاد ریاست په عزت الله بیک تور پورې کړی چې نوموړي په غور کې په هدفي بریدونو کې لاس درلود.

ملي امنیت دغه راز د غور د ولایتي شورا په دې غړي تور پور کړی چې طالبانو او ترهګریزو ډلو ته یې پرمختللې وسلې لېږدولې او هغوی یې تجهیزول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب