پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهټرمپ وایي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ټولو ټېټې کچې...

ټرمپ وایي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلی

تاند ( جمعه، د جدي ۲۵) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نږدې ورځو کې يې دنده پای ته رسېږي وایي افغانستان کې يې د ځواکونو شمېر ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي چې له دې وړاندې یې په تېر سپتمبرمیاشت کې ویلي وو چې افغانستان کې به د روانې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي ځواکونو شمېر تر ۲۵۰۰ را ټیټ کړي.

بهرنیو رسنیو د سپیني ماڼۍ له وېب پاڼې دا خبر خپور کړی دی.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې کمپاین غونډو کې ژمنه کړې وه چې بهر کې به د امریکايي ځواکونو جګړې ختموي او کور ته به یې ستنوي.

دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې امریکايي ځواکونه باید د طالبانو د امنیتي ضمانتونو په بدل کې تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستان پوره ووځي.

خو بل لورته له افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله افغان حکومت سختې اندېښنې لري.

پر افغان حکومت سربېره ناټو هم د امریکايي ځواکونو وتلو کې د چټکتیا راتلو سره ویلي چې افغانستان ته په ګډه تللي او په ګډه به مناسب وخت کې ترې وځي.

د بریتانیا پارلمان مشرانو جرګې د پنج شنبې په ورځ د نړیوالو اړیکو کمېټې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې بریتانیا او ناټو سازمان باید تر هغې خپل پوځیان افغانستان کې پرېږدي چې د افغان سولې خبرې یوې پایلې ته نه وي رسېدلې.

افغان سیاسیون بیا د بهرنیو ځواکونو وتل په اوسني وخت کې نا مناسبه کار بولي.

دوی وایي د جګړې په دې شدت کې اړینه ده چې بهرني ځواکونو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او د ترهګرو پر وړاندې وجنګېږي.

بل لورته یو شمېر بهرنیو رسنیو ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امریکا طالبانو ته د ډېر امتیاز په ورکولو سره غلطي کوي.
د سرچینې په خبره صالح وایي د بهرنیو ځواکونو هغه ماموریت چې په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی وو لاهم نه دی بشپړ شوی او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به دلته تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب