جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې...

فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي

 تاند(جمعه، د جدي ۱۹) د پښتو ژبې یو شمېر لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي.

مشهور لیکوال علم ګل سحر په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي:

“په دې ورځو کې په فیسبوک کې (د کونډې زوی) سریال ځینې برخې خپریږي۔ خلک یې ډیر ارمان کوي وایي کاشکې د بل فصل نورې برخې یې هم جوړې شوې وای”

نوموړي زیاته کړې، “عرض دادی چې (د کونډې زوی) سریال د بل فصل ټولې برخې موږ هریوه واحد نظري، کاتب پاڅون، وفاسمندر او ما لیکلې دي او له ما سره موجودې دي.”

سمندر زیاتوي، چې په فیسبوک کې مې ځکه یادونه وکړه چې که کومه اداره یا کوم څوک دا خدمت وکړي چې د دې ښکلي سریال پاتې برخې ثبت کړي هم به یې لوی فرهنګي خدمت کړی وي هم به له دې لارې پوره عاید تر لاسه کړي.

علم ګل سحر، واحد نظري، کاتب پاڅون، وفا سمندر، د لیکوالانو هغه ډله ده چې د کونډې زوی سریال شل نوي برخې یې لیکلي دي.

د کونډې زوی سریال چې لسیزې وړاندې جوړ شوی وو، په افغانستان کې د جګړو له امله يې نورې برخې له جوړېدو پاتې شوي.

د افغان فلم مسولین وايي، د هر هغه فلم یا سریال جوړېدو هرکلی کوي چې په افغاني ارزښتونو ولاړ وي.

د افغان فلم رییسې صحرا کریمي رسنیو سره خبرو کې ویلي،”که وګورو چې پیاوړی داستان ولري، په داستان کې هر اړخ په ښه ډول راخیستل شوی، ارزښت یې زیات او لوړه کچه جوړوي، نو موږ به خامخا د دغه فلم جوړیدو ته هڅه وکړو.”

د “کونډې زوی” سریال د افغانستان یو له هغه سریالونو څخه دی چې ډېر زیات شهرت يې ترلاسه کړی و او اوس يې هم خلک په مینه ګوري، خو دا سریال نیمګړی پاتې شوی و خو اوس وکتل شي چې په نويو برخو یې کله کار پیلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب