Homeخبرونهد ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راورسېد

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راورسېد

تاند (جمعه د جدي ۱۹) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف کابل په دوه ورځني سفر نن جمعه کابل ته راغلی دی.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې چې نوموړی له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر او د ملي امنيت شورا له سلاکار حمدالله محب سره وګوري.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې مردوف به له افغان چارواکو سره د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د څو اقتصادي پروژو پرانستلو پر چمتووالي خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میرویس ناب په کابل هوايي ډګر کې د رشید مردوف هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د راتګ اصلي موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي، سیاسي، نفت او ګازو په ګډون د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه د تړونونو لاسلیک کول بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...