جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهضیا سراج: طالبان هڅه کوي خپله رهبري افغانستان ته راولېږدوي

ضیا سراج: طالبان هڅه کوي خپله رهبري افغانستان ته راولېږدوي

تاند (دوشنبه د جدي ۱۵) دافغانستان د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي، طالبان هڅه کوي له پاکستان څخه افغانستان ته د خپلې رهبرۍ د رالېږدولو لپاره زمینه برابره کړي.

د ښاغلي سراج په خبره چې طالبانو د همدې لپاره په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړې زیاتې کړي دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې جګړې جنوبي او جنوب غربي ولایتونو ته غځولې دي.

نوموړي نن دوشنبه د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته په خبرو کې وویل، کله چې طالبانو له اسلام اباد او کراچۍ څخه د بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره قطر ته ځي د وجدان له عذاب سره مخامخ شوي او د همدې لپاره هڅه کوي افغانستان کې ځان ته د حضور زمینه برابره کړي.

خو د ملي امنیت رییس وايي چې یاده ډله تر دې مخکې هم ورته هڅو کې ناکام شوې او له دې وروسته به هم خپل دغه هدف ته ونه رسېږي.

احمد سراج وايي د طالبانو اوسنیو تحرکاتو ته په کتو داسې ښکاري چې دغه ډله په همدې موخه په ننګرهار ډېر تمرکز کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل چې مونږ د سولې مذاکراتو دویم پړاو ته داخلېږو، خو په خبره یې دوی ته د رسېدلو مالوماتو له مخې داسې ښکاري چې طالبان سولې ته ریښتیني نه دي او هڅه کوي چې تر راتلونکې مۍ میاشتې پورې مذاکرات وځنډوي تر څو په پشپړه توګه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

احمد ضیاء سراج دغه راز وویل، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د شوې هوکړې ځیني برخې نقض کړي دي. هغه د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ښارونو او لویو لارو بریدونه، د جګړې ډګر ته د خوشې شویو طالب وسله والو ورتګ د بېلګې په توګه یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه، طالبان هڅه کوي چې د هدفي وژنو په تر سره کولو سره د ملت او دولت تر منځ واټن پیدا کړي، خو یادې ډلې بیا په هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

د ملي امنیت رییس ټینګار وکړ په غزني کې د الجزیرې ټلوېزیون خبریال رحمت الله نېکزاد د یوه خوشې شوي طالب زنداني له لوري وژل شوی و چې د ملي امنیت له لوري نیول شوی دی.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم وویل چې طالبان پر سوله باور نه لري او په پلان کې لري چې راتلونکي کال کې خپلې جګړې نورې هم پراخې کړي.

انداربي وویل، افغان ځواکونه هم سولې او هم جګړې ته پوره چمتوالی لري او په خبره یې، کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنیتي واحدونو نظامي عملیات پیل کړي او په پام کې لري چې ټولې امنیتي پوستې په پرمختللیو شپنیو دوربینونو سمبال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب