جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځ طالبان د تکړه افغانانو په هدفي بریدونو تورن کړل

د امریکا پوځ طالبان د تکړه افغانانو په هدفي بریدونو تورن کړل

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۴) په افغانستان کې د امریکا پوځ وسله وال طالبان د مخورو او پوهو افغانانو پر وژلو تورن کړل.

د لوېدیځو رسنیو د راپور پر اساس، دا له کله چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه شوې ده، لومړی ځل دی چې امریکا طالبان د وژنو په خاطر ملامتوي.

د امریکا پوځ وروسته له دې طالبان د مخورو افغانانو په پر له پسې وژنو تورن کړل چې په وروستیو دوو میاشتو کې لږترلږه ۵ خبریالان او ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي، مدني فعالان او نور په هدفي بریدونو کې ووژل شول او طالبانو یې مسوولیت په غاړه وانه خیست.

خو افغان چارواکي وايي چې طالبانو د «ووژنه او څه پرې مه وایه» لاره خپله کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال سوني لیګیت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د طالبانو له لوري د حکومتي کارکوونکو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو هدفي وژنې، چې مسوولیت یې هم په غاړه نه اخلي، باید د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره ودرول شي.»

لیګیت دا خبره په داسې وخت وکړه چې ټاکل شوې ده سبا د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې د خبرو بل پړاو پیل کړي.

په همدې حال کې نن طالبانو د امریکا پوځ تورن کړ چې په وروستیو ورځو کې یې په ننګرهار، هلمند او کندهار کې پر دوی بمباري کړې ده.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d8%af%d8%a7%d8%b1%db%8c%d8%9b-%d8%b3%d9%88%d9%86%d9%8a-%d9%84%da%ab%db%90%d9%bc/

افغان چارواکو په وروستیو دوو ورځو کې تر سلو د زیاتو طالبانو د وژل کېدو ادعاوې کړي دي.

ډګروال لیګیت وویل چې امریکايي پوځیان به د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکايي پوځیانو پر طالبانو حملې درولې وې او په تېرو ۱۰ میاشتو کې له څو محدودو بریدونو پرته یې پر طالبانو حملې نه وې کړې او طالبانو هم پر امریکايي او ناټو ځواکونو بریدونه درولي دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې په تېر یوه کال کې هیڅ امریکايي پوځي په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

خو طالبانو سره له دې چې پر بهرنیو پوځیانو بریدونه درولي پر افغان امنیتي ځواکونو یې تر بل هر وخت په تېرو ۱۰ میاشتو کې ډېر بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب