Homeخبرونهکابل ښاروالۍ له سړکونو د کانکریټي دېوالونو د لرې کولو خبر ورکوي

کابل ښاروالۍ له سړکونو د کانکریټي دېوالونو د لرې کولو خبر ورکوي

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۵) د کابل ښاروالي وایي، په کابل ښار کې به د سړکونو پر سر کانکرېټي دېوالونه له منځه یوسي ترڅو د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتیا رامنځته شي.

د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د دریمې ناحیې اړوند د ستر جنرال جمعه خان همدرد اړوند کانکریټي خنډونه په کمه کچه تنظیم شوي دي، خو لا يې هم د سړکونو یو شمیر برخې بندې کړې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، کوم کسان چې په بیلابیلو ناحیو کې د کانکریټي دیوالونو په وسیله د پلو لارو او سړکونو د بندیدو لامل ګرځیدلي، خپله يې د دې دیوالونو کې اقدام وکړي او خپل اړوند دیوالونه خپلو ملکیتونو ته ولیږدوي.

د کابل ښاروالۍ د ناقانونه او له ښاري اصولو سره په خلاف چې کوم کانکریټي دیوالونو دي ورته یې د رسیدنې ژمنه وکړه.

دغه راز ښاروالې سړکونه چې بند دي د خوشې کیدو په اړه یې ښاریانو ته خبر ورکړ او ټینګار يې  وکړ چې دا سړکونه او پلونه عامه ملکیتونه دي او ټول ښاریانو پورې اړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...