جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ماین چاودنې پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار کې ماین چاودنې پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۵) د ننګرهار ولایت په څلورمې حوزې سبزي مارکیټ سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه امنیتي سرتیري ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، ددې ولایت په څلورمې حوزې اړوند سبزي مارکیټ سیمه کې د پولیسو یو رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې موخه وګرځید.

چارواکي زیاتوي، د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار څلورمې حوزې سبزي مارکیټ سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه چې د پولیسو پر یو رنجر ترسره شوې وه له امله يې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه لا هیڅ ډلې د دې برید مسولیت پر ځان ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او د هېواد نورو ولایتونو کې هدفي وژني او د سړک غاړې ماین چاودنې زیاتې شوې دي چې هره ورځ د ملکیانو او سرتېرو ژوند اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب