جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاندرابي: فراه کې د ګډو ځواکونو ازمایښتي تمرینات پیل شول

اندرابي: فراه کې د ګډو ځواکونو ازمایښتي تمرینات پیل شول

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۵) د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د ګډو ځواکونو ازمایښتي تمرینات په فراه کې پیل شوي دي او ددې واحدونو کار او فعالیت به د پسرلي تر پیله زیاتوالی پیدا کړي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړه، دا عملیاتي ځواکونه له امنیتي ځواکونو جوړ شوي،  او په هرځاې کې چې د طالبانو لخوا ترهګریزې پیښې ترسره کیږي دا ځواکونه به ورسره مقاومت کوي.

د انداربي په خبره، ددې امنیتي ځواکونو د آزموینې پړاو پیل شوی او تر پسرلي پورې به ددې ځواکونو شمیر او فعالیتونه زیات شي.

دغه راز اندرابي په راتلونکې پسرلي کې یوې کلکې جګړې لپاره د طالبانو د چمتووالي په اړه خبر ورکړ.

اندرابي زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونه به هم په ټول چمتووالي سره ورسره مخامخ شي.

دغه راز نوموړي د طالبانو د اراضي اخیستلو په زیاته بیا د جنوب برخې ولایتونو پلان د ویجاړیدو په اړه هم وویل او ويې ویل چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې په تیر میاشت کې زر تنه شاوخوا وژل شوي دي.

له دې سره سم د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وايي، چې طالبان د امریکا سره د خپل هوکړې ته ژمن ندي او له بهرني تروریستي ډلو سره يې خپلې اړیکې ندي پرې کړي.

دا عملیاتي ځواکونه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې دا ځواکونه له دوه کالو را پدیخوا د دفاع په حالت کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب