شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+دولت یا نظام| جنرال دولت وزیري

دولت یا نظام| جنرال دولت وزیري

د ډېرو خلکو په دې سر نه خلاصېږي او یا هم سر پرې نه خلاصوي، چې دولت(نظام) او حکومت سره څه توپير لري.

په ډېرو غونډو کې به مو اورېدلي وي چې دولت ته حکومت وايي او بیا حکومت ته د دولت نوم ورکوي. له عامو خلکو سره د دولت او حکومت تر منځ خو هېڅ توپیر نه شته، خو ډېر زده کړي کسان هم کله نا کله دواړه سره ګډوي او تر منځ يې توپير نه کوي.

که ورته په ښه ځیر وکتل شي، د دې دواړو کليمو او یا مفاهیمو تر منځ خورا ستر توپير شته.

ډېرو پوهانو د دولت په هکله بیا بېل- بېل نظریات ورکړي دي او له خپل ذهن سره يې تعريف ورته ټاکلی دی.

د دولت یا نظام لپاره تر ټولو جامع تعريف فکر کوم په دې شکل به غوره وي. «هغه ټولنه چې له سیاسي پلوه په یوه معلومه محدوده یا جغرافیه کې اوسېږي او د ځان له پاره یو ځانګړي حکومت ولري. دې ته دولت یا نظام وايي.»

د یوه دولت یا نظام د جوړونې له پاره نفوس او یوه ځانګړې محدوده یا جغرافیه اساسي شرطونه دي.

 نفوس یا وګړي هغو خلکو ته وايي چې په تلپاتې توګه په یوه ټاکلي محدوده کې واوسېږي او د دغې محدودې د دولت تابعیت ولري. که وګړي نه وي دولت وجود نه لري ځکه دولت د وګړو د ټولنې نوم دی.

پخوا به خلکو د يوه دولت د جوړونې لپاره ټاکلی شمېر وګړي لازم ګڼل، ځکه دوی فکر کاوه چې د ولس یا ملت د ښه کنټرول او اداره کولو لپاره ټاکلی شمېر وګړي غوره دي. خو د وخت په تېرېدو، د نفوسو په زیاتېدو او د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره دغه ډول نظريات بی اهمیته شول.

 اوس څوک پر ټاکلي شمېر وګړو ټينګار نه کوي. د ملګرو ملتونو په ټولنه کې هم د ډېرو نفوسو او لږو نفوسو لرونکو هېوادونو تر منځ کوم توپير نه شته. د دغه ډول هېوادونو حقوق او وجايب سره مساوي دي. که وګورو په ملګرو ملتونو کې د هند او ډنمارک حقوق او وجايب سره یو ډول دي.

 د زیاتو نفوسو لرونکي هېوادونه ځینې وختونه خپلو وګړو ته په خدماتو رسولو کې له ستونزو سره مخ وي، خو د کمو وګړو لرونکي هېوادونه که ښه او کارنده نظامونه ولري، خپلو وګړو ته خدمات په اسانه برابروالی شي. سکندنوي هیوادونه (ناروې، ډنمارک، سويډن او فنلند) يې سترې بېلګې دي.

 د زیاتو نفوسو لرونکو هېوادونو پرمختګ او د خپلو نفوسو اداره او دوی ته خدمات رسول هم تر ډېره د نظامونو په ډول پورې اړه لري. که نظامونه ښه او د خلکو په غم او ښادۍ کې ځان شريک وګڼي بيا خو ډېر نفوس د دوی له خوا د خدماتو په رسولو کې کومې ستونزې نه رامنځته کوي، لکه چین او هندوستان چې دواړه نږدې درې میلیارده وګړي لري.

 زه پنځه ځلې چین او شپږ ځلې هند ته په سفر تللی یم هغه پرمختګ او نظم چې د دغو دواړو هېوادو په ټولنو کې حاکم دی، د ډېرو هېوادونو لپاره د بېلګې په توګه یادولای شو. هندوستان په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د بېلګې په توګه یادېږي.

په هر صورت، د نفوسو ډېروالی اوس يوه نړيواله ستونزه ده، که په معقول شکل يې د ډېروالي مخه ونیول شي د راتلونکي ژوند لپاره به ستونزې کمې کړي.

بل چې د یوه دولت د جوړېدو لپاره اساسي شرط ګنل کېږي هغه د يوې محدودې او یا جغرافیې لرل دي، چې په همدغه محدوده کې دولت وکولای شي خپل قوانین عملي کړي.

 دولتونه هم د محدودې له پلوه کومه ستونزه نه لري، ځکه په نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هغو هېوادونو چې لویه جغرافیه لري د هغو هیوادونو سره سم دي چې ډېره کوچنۍ جغرافيه لري.

 په ملګرو ملتونو کې د دنمارک او کاناډا حقوق او وجايب سره مساوي دي، یا د چین او بوتان چې ډېر کوچنی هیواد دی په ملګرو ملتونو کې د نړیوالو حقوقو له پلوه کوم توپیر سره نه لري.

 ځينې وختونه بې له محدودې ځینې دولتونه جوړېږي، خو دغه ډول دولتونه په موقتي توګه رامنځته کېږي لکه چی د افغانستان لپاره دوه ځلې په پاکستان کې رامنځته شول چې دا یو لنډمهاله او جبري شکل دی چې په خاصو شرايطو کې رامنځته کیږي. د دې ډول دولتونو هلې ځلې هم پر دې راڅرخي چې ځان دایمي محدودې ته ورسوي.

حکومت چې په اصل کې حکم کولو او واک چلولو ته وايي، یو اجرائیوي ځواک دی چې د دولت په چوکاټ کې رامنځته کېږي او د دولت د درې ګونو ځواکونو (حکومت، قضا او ملي شورا) څخه جوړ شوی یو ځواک دی.

د دولت لپاره د حکومت جوړول ډېر اړین دي، ځکه هغه قوانين چې د پارلمان لخوا رامنځته کېږي او د قضا د پرېکړو پلې کول په حکومت پورې اړه لري، ځکه حکومت یو اجرائیوي ځواک او همدغه يې دنده ده. ملي شورا او قضايې ځواک په حکومت پورې تړلي نه دي، خو دوی دواړه د حکومت په څېر د دولت له درې ګونو ځواکونو څخه ګڼل کېږي.

حکومت د دولت واکمني پلي کوي او هغه څه کوي چې خلک د دولت اطاعت وکړي، نو پر دې اساس هیڅ دولت بی له حکومت څخه نه وي.

په افغانستان کې هم حکومت، ملي شورا او قضا درې واړه د دولت یا نظام اړینی برخې دي.

که دلته هم حکومت بدلېږي دا په دې معنا نه ده چی نظام ور سره بدلېږي. د نظام بدلېدل په دې مانا دي، لکه چې د ډاکتر نجیب الله له واکمنۍ وروسته د مجاهدينو نظام حاکم شو او یا بيا د دوی پر ځای چې طالبان واکمن شول.

د دولت او حکومت تر منځ ډېر روڼ تفاوت دا هم کېدای شي چې دولت تلپاتی وي او حکومت تل د تغییر په حال کې وي.

د یوه هېواد ټول خلک په دولت کې وي، خو په حکومت کې بيا یو محدود کسان حضور لري.

که په لنډه توګه وویل شي:

«دولت د ټول بدن په څیر دی او بیا حکومت د بدن د یوه غړي په څېر دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب