Homeخبرونهکابل ښارکې د ګازډبې چاودنې ۵ تنه مړه کړي

کابل ښارکې د ګازډبې چاودنې ۵ تنه مړه کړي

تاند ( یک شنبه، د جدي ۱۴) د کابل امنیتي چارواکي وایي چې، تېره شپه د برکي څلورلارې ته نږدې په یوه نانوايي کې له ګازو ډکې ډبې چاودلې دي.

د کابل امنیه قومندانۍ مسوولان وایي چې، په دې چاودنه کې ۵ تنه مړه شوي دي.

مړو شویو کسانو ټولو په یاد نانوايي کې کار کاوه چې ناڅاپه  پرې له ګازو ډکه ډبه چاودلې ده.

عیني شاهدان وایي د ډبې له چاودنې وروسته په یاده ساحه کې سخت اورهم لګېدلی وو.

دوی وايي چې په پېښه کې لس کسه نور ټپیان شوي هم دي.

د عیني شاهدانو په خبره په ټپیانو کې هغه کسان شامل دي چې د پاکستان د وېزې اخیستلو لپاره په سیمه کې راټول شوي وو.

رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې د نانوایۍ پنځه کارکوونکي د ګازو د چاودنې له امله لومړی سخت ټپي شوي وو خو وروسته یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله سا ورکړې ده.

د ژمي په موسم کې وخت ناوخت په هېواد کې د سون توکو او ګازو د خراب کیفیت له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په ختیځ ننګرهار کې هم په یوه کور کې د ګازډبې د چاودنې له امله ۵ تنو خپل ژوند بايللی وو.

دا پېښه د تېرې سې شنبې په ورځ ماښام مهال د شینوارو ولسوالۍ اړوند پینځه ویشتمې ویالې سیمه کې شوې وه چې په کې د یوې کورنۍ د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ کسان مړه شوي وواو ۳ نور ژوبل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...