جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند کې د طالبانو ولسوال او ننګرهارکې د داعش د رهبرۍ غړی...

هلمند کې د طالبانو ولسوال او ننګرهارکې د داعش د رهبرۍ غړی وژل شوي

تاند ( یک شنبه، د جدي ۱۴) د ملي دفاع وزارت وایي چې د هلمند سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا شفیع الله  وژل شوی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي چې ملا شفیع الله  د افغان ځواکونو د هوايي برید په پایله کې له پنځو نورو طالبانو سره وژل شوی دی.

سرچینه وایي چې دغه راز په دې هوایي برید کې د ملا ظاهر په نوم د دوی یو ډلمشر او درې نور طالبان ټپيان شوي دي.

بل لورته ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وايي چې تېره شپه یې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند، ۲۶ ویالې سیمه کې د یو لړ ځانګړو شپنیو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د رهبرۍ غړی وژلی دی.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز په دې عملیاتو کې اوه تنه نور داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...