تاند(جمعه، د جدي ۱۲) د کابل پوهنتون د خونړۍ حملې یو طراح په علني محکمه کې په اعدام محکوم شو.
محکوم شوی کس عادل نومېږي.
پر کابل پوهنتون د عقرب په دیارلسمه ډله ییز برید وشو چې په لړ کې یې ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.
له حملې وروسته د افغانستان حکومت د دغه برید په تړاو ۳ تنه ونیول او ویې ویل چې نیول شوي کسان پر کابل پوهنتون د حملې اصلي طراحان دي.
د درو تنو له نیول کېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وژل شویو کسانو له خپلوانو وغوښتل چې د حق العبدي دعوه ثبت کړي.
ولسمشر غني هم ویلي و چې نیول شوي کسان به په علني محکمه کې محاکمه شي.
زمونږ هیله ده چه دا کسان مظلوم عادی کسان نوی. هیله ده د بشر د حقوقو مدافعین په دی قضیه کی څارنه ولری. دا چه دا د یو باټو او دروغجن کس په وخت کی دا قضیه په ډیره عاجله توګه سرته رسیږی د اندیښنی وړ ده.
موافق يم.
صالح پخپله يو لوی لنډغر، د سي ای اې اصلي جاسوس دی،دده په خبره باور کول پرته له ثبوته حماقت دی.
ډير زر بایداعدام شی که نه داهم په یوډيل کی خوشی کیږی
ستار سیب د یوی دقیقی لپاره سوچ وکړه. که تاسو ونیول سی او د هیڅ دفاع حق درنکړل سی خپل اعدام به ومنی؟ دجنایی قضیو د اتهام ثبوت او دهغه ددفاع په هکله دلیلونه د دوو دریو میاشتو خبره نده. داسی کار نه په غرب کی کیږی او نه په شرق کی. د کابل دولت خو بیا د تالبانو سره د بشر دحقوقو په سر جنګ روا بولی. مونږ همدا خبره کړی چه خدای ناخاسته مظلوم کس مړ نسی.
دا چه دا که تالب وی نو بیا هغه باید جنګی بندی وبلل سی او که مجرم بله خبره ده. بیا هم د بشر د حقوقو په اساس د هغه مرګ د بشر د حقوقو ضد خبره ده.