پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمقالې  ایا د پاکستان د پوځ لویه درستیزوالي او استخباراتو ترهـــگريز دوکتورين...

  ایا د پاکستان د پوځ لویه درستیزوالي او استخباراتو ترهـــگريز دوکتورين تر کاناډا ورسيدل؟

اميرګران
په بلوچستان کي مدافع وکيل صادق رئيساني ايډوکيټ او د BNM ( بلوچستان نيشنل موومنټ ) سکرترجنرال ډاکتر مراد بلوچ د يوي اعلاميي په ترڅ کي وويل چي په تورنتو کاناډا او سرتاسري نړۍ کي د بلوچانو د ازادي بخښونکي غورځنګ د مبارزينو او د بشري حقونو د مدافعينو او فعالانو ، له هغي جملي په تورنتو کي د ارواښادي کريمه بلوچ جبري تښتونه او ترور د پاکستاني پوځي استبلشمنټ او استخباراتي کړيو د ترهگريز دوکتورين او دسيسو يوه برخه ده ، د پاکستان دولتي استخباراتي اداري په هرځاي او هره ممکنه وسيله چي کيږي د بلوڅانو ، پښتنو او نورو بشري حقونو د مدافعينو د ازادۍ او حق غوښتني اواز خاموشه کړي ، ۳۷ کلنه کريمه بلوچ داسي يوي کورنۍ ته منسوبه وه چي د بلوچستان د ازادي بخښونکي غورځنګ لپاره ئي په سرښندنه قربانۍ ورکړي ، د ارواښادي کريمه بلوچ وحشيانه ترور اوس د کاناډا د حکومت او امنيتي ادارو لپاره يو ګواښ ( چلينج ) ده ، د بلوڅانو او نړۍ مدني او د بشري حقونو بنسټونه جدي غوښتنه لري چي د دغي زړه بګنوونکي تروريستي پيښي په اړوند بلوچ قام ته په شفافه او بي طرفه توګه حقايق روښانه او مسؤلين ئي رسوا او مجازات شي ،
د بلوچستان د ازادۍ ملي غورځنګ د نړۍ د بشري حقونو او مدني بنسټونو له ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوي چي هغه ترهګري اداري او د دوي اجنټان چي په تورنتو کي د کريمه بلوچ ، په سويډن ـ ستاکهلم کي د ژورناليست ساجدحسين بلوچ چي پروسږکال ترورشوي او په قندهار کي د ګل بهار بګتي او د هغه د زوي مرادعلي بګتي په تروريستي پيښو کي لاس لري افشاء او د قانون له مخي مجازات شي ، همدا ډول په کاناډا او نوره نړۍ کي د پاکستان د پوځي ـ ملکي حاکم اشرافيت مخالف ګروپونه ، ډلي ، د بشري او مدني حقوقو فعالان او مدافعين له هغي جملي ، بلوچ نيشنل موومنټ BNM ، بلوچستان ملي ګوند کاناډا ، نړيوال سيندهـ کانگريس کاناډا، پــښــــتون کونسل کاناډا او PTM يا پښتون ژغورني د مدني خوځښت کميټه کاناډا په يوه ګډه اعلاميه کي د اروا ښادي کريمه بلوچ ترور غندلي او د حادثي په اړوند ئي د کاناډا له حکومت او امنيتي سکتور څخه د شفافو او بي پري هـــڅـــو او تحقيقاتو غوښتنه کړي ، د بلوچستان د متعليمينو د اتحادئي ازاد ، استازي وويل ، کريمه بلوچ چي د نوموړي اتحادئي BSO پخوانۍ مشره او هم د بلوچستان د ملي غورځنګ د رهبرۍ مخکښه وه ، د کاناډا د تورنتو په ښار کي د نوموړي جبري تښتونه او ترور د نړيوالو استخباراتي او امنيتي شبکو او هم د بشري حقوقو د دفاع د دعويـــدارو په خوله د توپانچي فير او حمله ده، هغه زياتوي چي په پاکستان او د بلوچستان  په ايالت کي سياسي ، مدني او د بشري حقونو فعالان د پاکستان د پوځ ، استخباراتي کړيو، د دوی د اجيرو مليشو او په دوي پوري تړلي توندلاري او افراطي مذهبي ډلګيو د ظلم ، جبري تښتونو او هدفي وژنو له امله اروپا ، امريکا او نورو هيوادو ته جبرآ مهاجر کيږي ولي له بده مرغه هلته هم په امن کي نه دي ، کريمه بلوچ هم په ۲۰۱۵ م کال د خپل غورځنګ د رئيسي په توګه د مشوري له مخي نړيوالو قانوني ، حقوقي ادارو او د ملګرو ملتو سازمان ته د پاکستان د دولتي او پوځي استبلشمنټ د ظلم او ضدبشري اعمالو د افشاء او لوڅولو په منظور کاناډا ته مهاجره شوي وه ، هغه په خپلو هلوځلو او فعاليتونو کي ډيره فعاله ، کاميابه او د زړه ورتيا يوه بيلګه وه، د بلوچستان د ازادۍ د مبارزي غورځنګ د ارواښادي کريمه بلوچ چي په نړۍ کي د BBC لخوا د 100 سلو بانفوذه ښځو په کتار کي انتخاب شوي وه د شهادت له امله 40 څلويښت ورځي ماتم اعلان کړي ، د يادولو وړ ده چي د ارواښادي کريمه بلوچ ګورنۍ، او د BNM تحريک په کاناډا کي د پاکستان د هاي کمشنريت (سفارت) پريس ريليز او د هغو غوښتنو او توضيحاتو په هکله چي د تروريستي حادثي له امله ئي د کاناډا له امنيتي چارواکو غوښتي په سختو الفاظو رد کړي او زياته کړي ئي ده چي د پاکستان د سفارت رپوټ او د تحقيقاتو غوښتنه د دغه جنايت او جرم د پټولو لپاره هڅي او کوشش ده، د غورځنګ په توضيحي څرګندونو کي د کاناډا د پوليسو دا ادعا چي ( داسي شواهد مو پيدا نکړل چي څرګنده کړي کريمه بلوچ د بل چا لخوا وژل شوي وي) هم رد کړل او وائي چي کريمي بلوچ ته به روزانه ښکنځلي او توهين کيده ، دا له هيچا پټه نه ده چي د پاکستان په زرګونو پخواني متقاعد افسران او پوځ ته وفاداره ډلګۍ او مليشي په کاناډا کي مېښتي دي  ، بايد زياته شي چي د بلوچانو ، پښتنو او نورو قومونو لخوا کوم چي د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو تر ستم او ظلم لاندي د مشقت ، ويري او د سختو ستونزو په تيرولو ژوند تيروي د پاکستان په داخل او خارج کي د جبري تښتونو ، هدفي وژنو او نورو بشري او مدني حقونو ضد فعاليتونو له امله مظاهري او لاريونونه کوي، د PTM د رهبرۍ د مخکښ علي وزير چي پارلماني مصؤنيت هم لري لاسونه په ځنځيرو تړل او  لسګونو زره جبرآ تښتول شويو بنديانو د خلاصون او د نورو انساني او قانوني غوښتنو د حاصلولو لپاره په داخل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د پ ټ ام د غړو او خواخوږو مسالمت اميزه مبارزي جاري دي او دوام به ولري، همداډول په بلوچستان او د نړۍ په نورو ښارو کي د کريمه بلوچ مبارزو ته د درنښت په خاطر د بلوچ مبارزينو لخوا انلاين او حضوري جلسي ادامه لري د بلوچستان د مرکز کوئـــټي او نورو ښارو کي هم د بلوچستان د ښځو د اتحادئي BWA لخوا پراخي مظاهري شوي او د يوي اعلاميي په نشر کولو سره ئي کريمي  بلوچ ته د دعا او درناوي ترڅنګ د نوموړي قتل د متمدني نړۍ قتل ياد کړي او زياتوي چي هغي د نويو نړيوالو قوانينوپه چوکاټ کي د بلوچستان په ملي تحريک کي فعاله برخه واخيسته او د دغه ايالت ښځينه ئي په سياسي لحاظ متحدي کړي ، دوي د پاکستان په څارګرو او امنيتي شبکو ملامتي واچوله چي د دوي کورونه ئي تر نظارت لاندي نيولي او د ټولو مدني ، دموکراتيکو او نړيوالو قوانينو خلاف نه يواځي د دوي کورونه تلاشي کوي ، بلکه په پاکستان او د نړۍ په نورو ښارو کي د هغوي د ځورونو، هدفي وژنو دسيسي او پلانونه جوړوي چي بېلکي ئي له هيچا پټي نه دي او د متقاعدو جنرالانو حميدګل، مشرف، ضياءالحق او په لسګونو نورو جنرالانو ، دولتي لوړ پوړو چارواکو، سياست پوهانو او مذهبي توندلارو او جګړه مارو اشخاصو په مصاحبو، ويډيوکليپونو او ډله ايزو رسنيو کي د ليدلو او مطالعي لپاره موجودي دي، دلته يوه مثال ته اشاره کوم ،
په 2008 م کال د بلوچستان ايالت يوه روڼ اندي او د بشري حقونو فعال ، ډاکتر عارف بارکزي د ” بلوچستان سياست او سوسياليزم ” ترعنوان لاندي يو کتاب وليکه چي وروسته د Barakzai ‘s Papers په نامه ئي شهرت پيدا کړ، د کتاب مؤلف د پاکستان د پوځي ـ ملکي بيروکراسۍ په ترهګريزو پاليسيو او نظريو (Narrative) د سخت انتقاد له امله په کراچي کي د استخباراتي شبکو او د دوي د ډيتهـ سکواد د مذهبي ډلګيو لخوا لومړي تعقيب او ببا د کراچۍ د لياري په سيمه کي ترور کړي شو، په کتاب کي دا حقيقت ډاګيزه شوي وو چي د پاکستان د پوځي استبلشمنټ او استخباراتي ادارو د خپلو پاليسيو له مخي په داخل او له پاکستان څخه بهر د دولتي پاليسيو مخالفين، سياسي، مدني او د خپلو طبيعي او بشري حقونو فعالان او مدافعين تعقيب او د ترور پلانونه ئي جوړوي، لکه په کراچۍ ، سويډن، افغانستان او کاناډا کي، د پخواني ديکتاتور پرويز مشرف يو ويډيو کليپ ما ليدلي چي د پاکستان د يوه شخصي تلويزيون له چلوونکي وجاهت S خان سره په خپله مصاحبه کي په خندا او تمسخر وائي چي (پاکستان هم د نورو هيوادو په څير خپل مخالفين په بهر کي په قتل رسولاي شي بيا ئي هيڅوک هم په اثبات نه شي رسولاي چي مسؤل څوک دي؟) همدا ډول د ISI پخواني رئيس جنرال حميدګل په يوه مصاحبه کي وائي چي جنرال ضياء الحق امريکا ته د سفر پر مهال يوه پاکستاني ژورناليست ته وويل چي په ټوله نړۍ کي د آي اس آي اجنټان له هغي جملي 2000 ئي په امريکا کي استخدام شوي ، له ځکه هم دا سوال له هرچا سره بايد ځواب شوي وي چي د پاکستان د پوځ د عمومي قرارګاه GHQ او د دوی د استخباراتي کړيو ترهګريز دوکتورين افغانستان، سويډن، کاناډا او نورو هيوادو ته رسيدلي، اميرګران .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب