تاند (جمعه د جدي ۱۲) د کندهار پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د والي حیات الله حیات هغه څرګندونې بې بنسټه وبللې چې ګوندې په دغه ولایت کې دې ۷۰ سلنه پولیسو خپلې دندې پریښي وي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار والي حیات الله حیات له یوې خصوصي رسنۍ سره مرکه کې ویلي، په دغه ولایت کې یوازې ۳۰ په سلو کې پولیس فعال دي او ۷۰ نورو یې دندې پرېښي دي.
د کندهار د وضعیت د څېړنې پلاوي غړيو ویلي، په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو هم د جګړو زور نه دی کم کړی؛ بلکې جګړه لا سخته شوې ده.
د مشرانو جرګې یو هیئت چې څه موده مخکې یې یاد ولایت ته د عمومي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی و، ویلي چې پولیسو په پنجوايي، ژېړۍ، میوند او ارغنداب ولسوالیو کې ۳۰۰ پوستې پريښي او شاتګ یې کړی دی.
خو د کندهار امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د والي حیات الله حیات وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «اوس مهال د نورو وختونو څخه زيات عام ولس دې ته ليواله سوي چي د پوليسو اردو او ملي امنيت ليکلو ته خپل اولادونه واستوي.»
سرچینې زیاته کړې: « تر دا مهاله د کندهار پوليسو د تشکيل لپاره ځيني کسان جواب سوي چي د تشکيل پوره دي او خلک لا نور هم هڅه کوي چي د پوليسو دنده تر لاسه کړي.»
د یادونې وړ ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د کندهار په پنجوايي، ژېړۍ، میوند او ارغنداب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ وسله والو نښتو زور اخیستی، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د افغان چارواکو په خبره چې ځواکونه یې په دفاعي حالت کې دي، خو په وینا یې د طالبانو په بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله ولسي خلکو ته اوښتې ده.