شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد غور غږ راډېو مسؤل مدیر بسم الله عادل ووژل شو

د غور غږ راډېو مسؤل مدیر بسم الله عادل ووژل شو

تاند (جمعه د جدي ۱۲) د غور ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د غورغږ راډېو مسؤل مدیر او خبریال بسم الله عادل په وسله وال برید کې ووژل شو.

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي، دغه پېښه نن مازدیګر مهال فېروزکوه ښار ته نژدې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره، بسم الله عادل له تیمور درې سیمې څخه فېروزکوه ښار ته روان و چې په لاره کې د نامعلومو وسله په برید کې ووژل شو.

د غور د امنیه قومندانۍ د لومړۍ حوزې جنایي آمر لالاګل او د بسم الله عادل مشر ورور هم د ده وژنه تاييدوي او وايي، نامعلومو کسانو نن مازدیګر ښاغلى عادل د فېروزکوه ښار په سويل کې په خپل موټر کې په ډزو سره وژلى دى.

تر دې دوه ځلې وړاندې هم ناڅرګندو وسله والو په بسم الله عادل برید کړی و، خو هغه ترې روغ وتلی وو.

په داسې حال کې چې تېر۲۰۲۰ د نړۍ لپاره له بېلابېلو ستونزو سره مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وايي، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

د نی د اجراییوي رئیس مجیب خلوتګر په وینا، په منظمه توګه اطلاعاتو ته د خبریالانو لاس رسی محدود شوی، چې دا خپله لویه او جدي ستونزه ده.

نوموړی له حکومت څخه غواړي چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې او اقدامات وکړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په کلني راپور کې بیا راغلي چې افغانستان په نړۍ کې له پینځو هغو هېوادونو دی چې زیات خبریالان په کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اونیو کې افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالانو د هدفي وژنو پېښې په بېساري ډول ډېرې شوي چې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه یې راپارولي دي.

1 COMMENT

  1. دا څه روان دي او څوک يې کوي ولې ددې پيښو مخنيوی نه کېږي د انسان مرګ څخه لوبه جوړه شوې چې هر لوری يې د خپل سياست لپاره قرباني کړي.
    په افغان دولت غوږ کوو چې اوس مهال مسوول ته يې، تاسو بايد د خلکو امنيت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب