شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجلال آباد کې د داعش ډلې د مالي مسؤل په ګډون شپږ...

جلال آباد کې د داعش ډلې د مالي مسؤل په ګډون شپږ کسان نیول شوي

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۰) د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د مالي مسؤل په ګډون درې نور شکمن کسان نیول شوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیزاکمالاتي سیمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د داعش ډلې مالي مسؤل او درې نور شکمن کسان نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د داعش ډلې نیول شوی کس چې نابينا دی، په تېر کې یې د افغان دولت پر خلاف تبلیغات او داعش ډلې ته یې د جلب او جذب لپاره تقریرونه هم کړي دي.

د یادونې وړ ده چې دا په روانه اونۍ کې د داعش ډلې درېیم غړی دی چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا په جلال آباد ښار کې نیول کېږي.

د یو بل خبر له مخې، د ملي امنیت منسوبینو جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې د وسله والو طالبانو دوه غړي نيولي دي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په نيول شويو کسانو کې يو تن چې اصلي د ننګرهار حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي او يو تن بل د کونړ ولايت اوسېدونکی دی، پر خپلو جرمونو اعتراف کړی د‌ى.

داعش او طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب