یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه وایي، حکومت د ښوونکو د معاشونو لوړولو مخالفت کوي

ولسي جرګه وایي، حکومت د ښوونکو د معاشونو لوړولو مخالفت کوي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۰) ولسي جرګه د نوي مالي کال په بودیجه کې د ښوونکو د معاشونو پر لوړوالي ټينګار کوي خو د دې جرګې ځینې غړي وایي چې حکومت د دوی له دې پرېکړې سره مخالفت کوي.

د دې جرګې ځینې غړي وایي د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره د حکومت له لوري میلیاردونه افغانۍ ځانګړې شوي خو د ښوونکو د معاشونو لوړوالي برخه کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د ولسي جرګې غړي بیا د ښوونکو او ځينو ټيټ پوړو مامورینو د معاش پر لوړولو ټینګار کوي.

دوی زیاتوي چې حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

دوی ټینګار کوي چې باید د مامورینو په معاشونو کې عدل رامنځته شي او په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه باید لوړ کړل شي.

دولسي جرګې غړي وایي دا د دوی مسوولیت دی چې د هر افغان د حق غوښتنې برخه کې کار وکړي او له حقونو یې دفاع وکړي.

کلونه کیږي چې د ښوونکو دمعاشونو د لوړوالي چيغې وهل کېږي خو حکومت سره له دې چې ژمنې یې کړي خو عملي اقدام یې تر اوسه نه دی کړی.

د نظرخاوندان هم په دې برخه کې پر حکومت نيوکې لري او وايي حکومت باید د ښوونکو د معاشونو لوړوالي ته لومړيتوب ورکړي.

1 COMMENT

  1. معاش باید د خدمت په مقابل کې تادیه شي .
    د دولت مامورین او کارګران او د خصوصي برخې کارکوونکي د کار د قانون پراساس د ورځې اته ساعته کار کوولو باندې مکلف دي . بنا دوی ته د هر ساعت کار په مقابل کې معاشونه ورکړل شي . البته ښوونکي هم له دې امر نه مستثنی ندي . هغه ښوونکي چې د ورځې اته ساعته کار کوي باید د نورو مامورینو سره مساوي معاش واخلي او که د چا مسوولیت لږ او یا زیات وي هغوی ته په همدې تناسب اجوره تعیین کړل شي .
    د معاشونو او حق الزحمې د نابرابري اصلي برخه د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې او د وزیرانو او نورو مشاورینو غړي دي . که تاسو رښتیا عدالت غواړئ د هغوی اضافي معاشونه کم او اضافي امتیازات یې حذف کړئ او په مقابل کې د دولت مامورینو ته وراضافه کړئ .
    همدارنګه نورې بې ضرورته اضافي او تشریفاتي ادارې او سازمانونه لکه د بشري حقوقو سازمان ، د سولې عالي شورا ، د مصالحې عالي شورا او نورې تنقیص او د ولس له اوږو سپکې کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب