دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهوسله والو کندهارښارکې یو افغان پیلوټ په ډزو وژلی

وسله والو کندهارښارکې یو افغان پیلوټ په ډزو وژلی

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۱۰) د کندهار امنيتي چارواکي وایي، نن له غرمې وړاندې ناڅرګندو وسله والو د کندهار ښار ۱۴ مې امنیتي حوزې سیمه کې د افغان هوایي ځواک پر یوه پیلوټ ډزې کړې دي.

مسوولان وایي چې، په دې ډزو کې افغان پيلوټ لومړی ټپي شوی او بیا روغتون ته تر رسېدو وړاندې مړی شوی دی.

د سرچینو په خبره دغه افغان پيلوټ مسعود احمد نومېږي.

بل لورته یوشمېر نورې سرچېنې بیا وایي چې ناپېژانده موټرسایکل سپرو نن غرمه مهال د کندهار ښار څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند د فابرېکې سرای سیمه کې د هوايي ځواک یو تن پيلوټ په ډزو وژلی او له سیمې څخه تښتېدلي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوي او خلک بیا په دې برخه کې امنیتي ادارې په بې غورۍ تورنوي.

ولسمشر غني هم وروستیو هدفي وژنو باندې اندېښنه ښودلې وه او امنیتي مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې وه چې مخنیوی یې وکړي.

بل لورته د ولسي جرګې ځینې غړي هم په امنیتي ارګانونو نیوکه کوي او وایي د امنیت په تامين کې پاتې راغلي.

دوی وایي که په ښارونو کې دا ډول هدفي وژنې دوام ولري نو لرې نه ده چې د حکومت او ولس ترمنځ به ډېر واټن رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب