دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسیګار: افغان حکومت د کرام‌الدین کریم په نیولو کې پاتې راغلی

سیګار: افغان حکومت د کرام‌الدین کریم په نیولو کې پاتې راغلی

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار وايي، افغان حکومت ونه شو کولای چې په جنسي ځورونو تورن کرام‌الدین کریم ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان حکومت د کرام‌الدین کریم په نیولو کې پاتې راغلی او په وینا یې کرام الدین کریم د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې له غړو سره په جنسي ځورونه تورن دی.

سیګار وایي، کرام‌الدین له خپل موقف څخه په ګټې اخیستنې له نجونو سره زور زیاتی کړی دی او ژر تر ژره باید افغان حکومت د هغه په اړه پرېکړه کړې وای او د یادو تورونو په اړه یې ترې وضاحت غوښتی وای.

دا په داسې حال کې دی چې د پنجشیر پخوانی والي او وروسته د فوټبال فدراسیون رییس کرام‌الدین کریم د نجونو لوبغاړو سره په جنسي ځورونه تورن دی او د دې لوبډلې ځینو غړو ادعا کړې وه چې هغه له نجونو سره ناوړه چلند کولو.

وروسته تر هغه بیا افغان حکومت د نوموړي د نیولو لپاره ځانګړي عملیات په لاره واچول چې د شپې یې پر پنجشیر ولایت حمله وکړه ترڅو هغه ونیسي خو د دغه ولایت خلکو په کې مداخله وکړه او افغان پوځ بېرته شاتګ وکړ چې لا یې  هم دغه کس نه دی نیولی.

2 COMMENTS

  1. حکومت پاتي نه دی راغلی، و سیګاره نا ګاره کور دي ډک شه له جواره

    په لوی لاس یې ځنډوي، که یې و نیسي بیا خو نو وار د ارګ د ملا لنډي را رسیږي

    او ورسره به خامخا نور سورلنډیان هم افشا کیږي

    ددوی لکه چې ماغزه بیخې د کاره لویدلي دي

  2. کرام الدین د چا پلار نشی نیولی،ځکه هغه د شیر پنجشیر دی هغه خو څه د اورزګان رحیم الله خان ندی، چه په ان واحد که یی زندان ته واچوی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب