جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغان چارواکي دې په هره پېښه کې دوی ته د...

پاکستان وايي، افغان چارواکي دې په هره پېښه کې دوی ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي

تاند (یکشنبه د جدي ۷) پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې پروسې څخه د بشپړ ملاتړ او په دې برخه کې خپلې همکارۍ ژمنه تازه کړې.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه په یوه بیان کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او دوی په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

سرچینه وايي، پاکستان پر خپلو ژمنو کلک ولاړ دی خو یو شمېر افغان حکومتي چارواکي په هره پېښه پاکستان ګرم بولي او د ملامتۍ ګوته ورته نیسي.

په بیان کې راغلي دا ډول تبلیغات د افغان سولې پروسه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره زیان رسولی شي.

د سرچینې په خبره چې پاکستان د يوه سوله ييز، با ثباته ، متحد، خپلواک او ديموکراټ افغانستان ملاتړ کوي.

پاکستان ویلي چې ددوى په همکاريو د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون وشو، بين الافغاني مذاکرات پيل شول او د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو پر طرز العمل هوکړه وشوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان حکومت دې د کورني امنیت، قانون او د افغانانو د ژوند ساتنې برخه کې ورتر غاړې مسؤلیتونه په خپله تر سره کړي، خو د پولو مدیریت برخه کې دوی هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د افغان ولسمشر، اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح څو ورځې وړاندې ویلي وو چې پاکستان ته د ملا برادر د سفر اصلي موخه د دغه هېواد په روغتونونو کې له خپلو ټپي وسله ‌والو عیادت او له پاکستاني چارواکو څخه د هغوی د ملاتړ قدرداني وه.

د يادونې ده، چې پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي د رسمي سفر پر مهال د طالبانو د پلاوي مشر ملا برادر په کراچۍ ښار کې له ټپي طالبانو څخه ليدنه وکړه، دغه راز د طالبانو يو بل غړي په پاکستان کې د طالبانو له يوه نظامي روزنيز مرکز څخه هم ليدنه وکړه.

تر يادو ليدنو کتنو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي خبرپاڼه کې په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b1%d9%88%d8%b2%d9%86%db%8c%d8%b2%d9%88-%da%a9%d9%85%d9%be%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%ac%d9%86%da%ab%db%8c%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88-%da%85%d8%ae%d9%87-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب