جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا د لسيزې غوره لوبډله کې ځای...

راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا د لسيزې غوره لوبډله کې ځای خپل کړ

تاند (یکشنبه د جدي ۷) د کرکټ نړيوالې شورا یا ای سي سي د شل اوريزو او يو ورځنيو سياليو لپاره د لسيزې غوره لوبډلې اعلان کړې، چې افغان کرکټر راشد خان پکې د نورو نامتو لوبغاړو تر څنګ په شل اوریزو کې ځای خپل کړی دی.

ای سي سي تازه د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو لپاره غوره لوبډله انتخاب کړې چې افغان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان هم پکې شامل دی.

په دې لوبډله کې د راشد تر څنګ څلور هندي لوبغاړي مهیندر سینګ ډهوني، ویرات کوهلي، بومرا، روهيت شرما شامل دي.

دغه راز کریس ګیل، ارون فنچ، اې بي ډیویلیرز، ګلین میکسویل، کیرون پولارډ او لاسیت ملینګا هم په یاد لېست کې راغلي دي.

د پاکستان ملي لوبډله چې د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله پاتې شوې ده، بیا يې هم د ای سي سي د لسیزې په غوره لوبډله کې کوم لوبغاړی نه دی ټاکل شوی.

راشد خان د افغان کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې تر نورو ډېرې لوبې یې کړي او د نړۍ په ټولو غوره او تجارتي لیګونو کې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب