Homeخبرونهعبدالله: د مذاکراتو دویم پړاو به هم قطر کې کېږي

عبدالله: د مذاکراتو دویم پړاو به هم قطر کې کېږي

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو به هم په ټاکلي وخت په قطر کې پیل شي.

د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ د غونډې په دویمه ورځ د ټولو غړو په سلا پرېکړه وشوه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به بین الافغاني مذاکرات په ټاکلي وخت په قطر کې پیل شي.

په نننۍ غونډه کې وویل شوه چې د افغانستان مذاکراتي پلاوی له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او دغه راز د هېواد ټول خلک له دغه مذاکراتي پلاوي ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله وایي، که څه هم د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره ډېرو نورو هېوادونو هم اماده ګي ښکاره کړې وه خو په وینا یې د کورونا ویروس له کبله به دغه مذاکرات بیا هم په قطر کې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د جنوري تر ۵مې نېټې پورې وځنډېدل او بېرته به په ټاکلې نېټه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...